په ۶۰۰ بېځایه شویو مېرمنو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

په ۶۰۰ بېځایه شویو مېرمنو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

دوشنبه، چنګاښ 2
د کابل ولایت بېړنۍ کمېټې او د «افغان‌ها برای فردا» موسسې د هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې وه، چې په دریو پړاوونو کې په ۶۰۰ بېځایه شویو مېرمنو مرستې ووېشل شي. له دې ډلې ۴۱۰ مېرمنو ته په دوو پړاوونو کې مرستې ورسېدې او د روانې اوونۍ په اوږدو کې به پاتې ۱۹۰ مېرمنو ته هم مرستې ورسېږي.

په وېشل شویو مرستو کې خوراکي او روغتیایي توکي شامل وو، چې د «افغان‌ها برای فردا» موسسې په همکارۍ په کابل کې د بېړنۍ کمېټې له لوري پر یادو بېځایه شویو باندې ووېشل شول. په دغو مرستو کې اوړه، وریځې، غوړي، بوره، دال، مالګه او روغتیایي توکي شامل وو.

د «افغان‌ها برای فردا» موسسې رییسې د دغو مرستو د وېش پر مهال وویل چې یادې کورنۍ له بېلابېلو ولایتونو څخه راکډه شوې، چې په کابل کې ژوند کوي او د کابل ولایت د بېړنۍ کمېټې له لوري سروې شوې دي.

دغه بېځایه شوې له کرونا وایروس سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې د هڅو په مننې سره وایي، چې په دې سختو شرایطو کې دا لاسنیوی د دوی لپاره لویه مرسته ده.

بېځایه شوې مېرمنې په کابل کې د بېړنۍ کمېټې د سروې ټيمونو له لوري سروې او پېژندل شوې وې.
اړمنو خلکو ته د مرستو د وېش لړۍ دوام لري. په کابل کې له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټه هڅه کوي، چې د کابل ولایت ټولو اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.
---------------------------------------------

برای 600 بانوی بیجا شدۀ داخلی از سوی موسسۀ «افغان‌ها برای فردا» مواد ارتزاقی توزیع شد

دوشنبه، 2 سرطان
براساس تفاهم میان کمیتۀ اضطرار مجادله با ویروس کرونا در ولایت کابل و موسسۀ «افغان‌ها برای فردا» قرار بود طی سه مرحله برای 600 بانوی بیجا شده داخلی کمک توزیع شود که در دو مرحله برای 410 بانو کمک توزیع شده و قرار است در جریان این هفته برای 190 بانوی دیگر نیز کمک توزیع شود.

کمک‌های توزیع شده شامل بسته‌های کمکی صحی و بسته‌های کمکی غذایی می‌شود که در همکاری با موسسۀ «افغان‌ها برای فردا» از سوی کمیتۀ اضطرار مجادله با ویروس کرونا در ولایت کابل برای این بی‌جاشده‌گان داخلی توزیع شده است. کمک‌های غذایی شامل آرد، برنج، روغن، بوره، دال، نمک و لوازم صحی می‌باشد.

رییس موسسۀ «افغان‌ها برای فردا» در مراسم توزیع این کمک‌ها گفت که این بیجاشده‌گان از ولایت‌های مختلف اند که در کابل زنده‌گی می‌کنند و در همکاری با کمیتۀ اضطرار مجادله با ویروس کرونا در این ولایت، خانه‌به‌خانه سروی و شناسایی شده اند.

در همین حال، این بیجاشده‌گان داخلی از کمک‌رسانی‌های کمیتۀ اضطرار مجادله با ویروس کرونا ابراز تشکری کرده می‌گویند که مساعدت‌ها در این وضعیت برای غریبان کمک بزرگی است.

گفتنی است که روند فراهم‌آوری و توزیع کمک‌ها به مستحقین ادامه داشته، کمیتۀ اضطرار مجادله با ویروس کرونا در ولایت کابل در تلاش است تا برای تمامی نیازمندان در شهر کابل در روزهای کرونایی کمک‌رسانی کند.