په خاکجبار ولسوالۍ کې د ۵۰ بستريز روغتون د جوړېدو چارې رسماً پیل شول.

4-حمل-1399
د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ ملکي او امنيتي مسئولينو، د ولسمشرۍ ماڼۍ د پراختيا ملي ادارې مسئولینو، قومي مخورو، ملکانو او ځوانانو په حضور کې د ۵۰ بستريز روغتون د جوړېدو چارې رسماً پرانیستل شول.

د خاکجبار ولسوالۍ ولسوال وحیدالله احمدزي وویل چې دغه روغتون د ولسمشرۍ ماڼۍ د پراختيا ملي ادارې له لوري جوړېږي، په شل ورځو کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکو او د کرونا ویروس اخته کسانو ته به صحي خدمات وړاندې کوي.