د کابل والي په ولسي جرګه کې د کندهار او خوست خلکو استازو او د کندهار ځوانانو سره وکتل

د کابل والي په ولسي جرګه کې د کندهار او خوست خلکو استازو او د کندهار ځوانانو سره وکتل
15/12/1398
د کابل والي محمد یعقوب حیدري وویل، ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او د کابل ولایتې اداره په ټول توان سره د ځوانانو ستونزو حل ته کار کوي.
ده وویل د کابل ولایت د ټولو افغانانو ګډ کور او عزت دی او د کابل ولایتې اداره ټولو افغانانو ته کار کوي.
دغه راز په دغه لیدنه کې د یادو ولایتونو د ځوانانو د همغږۍ، کارموندنې، سولي، سیاسي او نورو مهمو موضوعاتو باندې بحث وشو او په اړه یې د کابل والي له لوري د همکاری ډاډ ورکړل شو.