د کابل ښار سربېره په ټولو ولسوالیو کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ د یولړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونماځل شوه.

د کابل ښار سربېره په ټولو ولسوالیو کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ د یولړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونماځل شوه.
1398/12/10
تیره ورځ درېیمې پلی لواء اړوند د اول کنډک په قرارګاه کې (د کب نهمه) چې د سرتیرو له ملي ورځې سره سمون خوري د یولړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
یادو مراسمو کې گوهرخان بابړد سروبي ولسوالۍ ولسوال، د دریمې پلی لواء قوماندان بریدجنرال عبدالقادر روستایی، د درېیمې پلی لواء درستیزوال ډګروال محمد عسکر سرحدی، ډګرمن رحمت الله خان قادری، د دریمی پلی لوا د اول ګندګ قوماندان، د سروبی ولسوالۍ امنیه قوماندان، د بريشنا د بندونو کنډک ارکان رییس، د کابل ولایت ولایتي شورا وکیلانو، د سروبي ولسوالۍ دینی عالمانو، قومي مشرانو او ګڼ شمیر ځوانانو ګډون کړی وو.
په پيل کې د کابل د والي پیغام د سروبي ولسوالۍ د ولسوال له لوري د غونډې ګډونوالو ته ولوستل شو او افغان امنیتي ځواکونه یې د ولس، خاورې او ملي نوامېسو ساتوونکي ياد کړل.
نوموړي همداراز وویل: امنيتي ځواکونو تل دخپل سر په بیه ددې خاورې له ولسونو څخه دفاع او ساتنه کړې مونږ ددوئ له دې خدمتونو او قربانيو څخه مننه کوو.
ورپسې د درېیمي پلې لوا قوماندان، د سروبي ولسوالۍ قومي مشرانو، ولايتي شورا وکیلانو او ځوانانو استازو خبري وکړي او په خپلو خبرو کې امنيتي ځواکونه د دې هېواد، خاورې او ناموس اصلي ساتوونکي ياد کړل.
د غونډې په ورستۍ برخه کې د سروبي ولسوال او يو شمېر نورو مسوولينو له لوري د امنيتي ځواکونو يو شمېر مسوولينو ته ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.