جمهوررئیس محمداشرف غني د نغلوبند سیمه کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار پرانیسته وکړه.

جمهوررئیس محمداشرف غني د نغلوبند سیمه کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار پرانیسته وکړه.

د انرژي د لېږد د دغې سیمه ییزې لویې پروژې د پرانیستې مراسمو کې د کابینې غړو، د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري، د افغانستان د برېښنا شرکت او یو شمېر حکومتي مسوولینو، د ولسي جرګې استازو، د دوستو هیوادونو یو شمېر سفیرانو او د یادې ولسوالۍ ولسي مشرانو ګډون درلود.

جمهوررئیس غني د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال وویل، نن افغانستان ته یو نوی باب پرانیستل کېږي چې هیله ده په یو نوي کتاب بدل شي. باب دادی چې د قرغیزستان ، تاجکستان ، افغانستان او پاکستان ترمنځ د برېښنا د ارتباط لومړی ګام واخستل شو، کتاب دادی چې له ټولو خواوو څخه انرژي وصلېږي.

جمهوررئیس وویل، د ټاپي لویې پروژې د تطبیق ترڅنګ موږ دېته هم ګورو چې د پاکستان دولت د ټاپ پروژې په اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي. په اقتصادي همکارۍ کې د ټولو ګټه ده او زما لیدلوری دادی چې افغانستان د انرژۍ د ټرانزیټ څلور لاره شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان نهه ولایتونه له ملي شبکې سره وصل شوي او پاتې پنځه ولایتونه به هم ژر وصل شي. هغه زیاته کړه، د برېښنا شرکت رئیس او په ځانګړي ډول کارکوونکو او انجنیرانو څخه مننه چې په سختو شرایطو کې یې برېښنا فعاله ساتلې، د ټولو هیوادوالو او په ځانګړي ډول کابل ښاریانو په استازیتوب ورڅخه مننه کوم.

جمهوررئیس غني د پاکستان، تاجکستان او قرغیزستان دولتونو څخه د همکارۍ ساحې د رامنځته کولو له امله مننه وکړه او وې ویل، افغانستان د اتصال له پلوه تل همکارۍ ته چمتو دی. له تاریخي پلوه موږ یوه لویه سوداګریزه سیمه وو چې تر نولسمې پېړۍ یې ادامه لرله او د سوداګرۍ احیا د ټولو په ګټه ده.

جمهوررئیس د ولسونو او د هغوی د استازو له همت او حمایت او مسوولینو څخه په مننې د دې لویې پروژې د امنیت په برخه کې د لا ډېرې همکارۍ هیله وکړه، ترڅو ټول باوري شي چې په افغانستان کې لویې پروژې عملي کېدای شي.

جمهوررئیس غني له نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک او اسلامي بانک څخه په مننې وویل، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطبیق په اړه مې په لومړیو کې له نړیوال بانک سره جنجالونه لرل، ځکه که همغسې تطبیق شوې وای، نو یو اعشاریه دوه میلیارد ډالر تمامېده. هغه زیاته کړه، افغانستان د دې پروژې د بریالیتوب لپاره مهم تصامیم نیولي.

جمهوررئیس وویل،پرېکړه مو وکړه چې دا یوازې د ټرانزیټ په پروژه بدله شي، له دې مه واره پروژه شنډېده. په بیه کې مو اساسي بدلون راوړ، ترڅو د پاکستان ولس ترې ګټه واخلي او باورمند شي. هغه زیاته کړه، د کیفیت او اعتماد فضا په خاطر مو بیه کمه کړه چې له دې وروسته نور لوی کارونه په ګډه وکړو او له نورو هیوادونو څخه موږ دوه کاله دمخه د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطبیق کار پیل کړ.

ورپسې د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس انجنیر امان الله غالب وویل، کاسا 1000 پروژه په حقیقت کې د مرکزي او جنوبي اسیا هیوادونو ترمنځ د برېښنا د سوداګرۍ د پیل او پیاوړتیا لپاره یو مهم او لومړنی ګام دی چې په سیاسي ثبات کې هم مرسته کولای شي.
نوموړي وویل، کاسا ۱۰۰۰ پروژه به په سیمه کې د افغانستان محوري رول د باوري همکار او د ډاډمنې ترانزیتي لارې په توګه تثبیت او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره به ښه فرصتونه برابر کړي. کاسا ۱۰۰۰ پروژه به څلور سوه میلیون ډالر کلنی عواید ولري چې له هغې جملې به د افغانستان لپاره له ۴۵ میلیون څخه تر ۵۰ میلیون ډالرو پورې کلني عواید ترلاسه کړي.

ښاغلي غالب څرګنده کړه، کاسا ۱۰۰۰ پروژه به تاجکستان او قرغیزستان ته دوامداره عایداتي منابع او پاکستان ته د ډاډمنې، ارزانه او دوامدارې برېښنا اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاته کړه، دغه پروژه 1300میګاواټه ظرفیت لري او د ۲۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي.

د افغانستان د برېښنا شرکت د عمومي رئیس په وینا کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې له کومو سیمو او کلیو څخه تېرېږي د هغو د انکشاف او امنیت لپاره د وجهي صندوق له لارې د کال دوه میلیون ډالر په دغو سیمو کې د امنیت او هوساینې لپاره لګول کېږي. د دې ترڅنګ ۴۰ میلیون ډالر د ولسي تړون پروګرام له لارې د کلیو پراختیا وزارت له لوري د یادو سیمو او کلیو د پروژو په تطبیق لګول کېږي.

ښاغلي غالب وویل، کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې د پایداره برېښنا لپاره د ملګرو ملتونو یو سیمه ییز لید دی دوه د انټرنټ مزي چې فایبر اپټيک دي د کاسا ډیجیټل پروژې له لارې تطبیقوي. نوموړي د دغې لوی پروژې له تمویلونکو نړیوال بانک، اسیا پراختیایي بانک، اسلامي بانک، د اروپا د انکشاف بانک او د روسیې انکشافي بانک څخه په مننې وویل، د دې پروژې تطبیق سره به د ټاپ او نورو لویو پروژو د تطبیق شاهدان وو.
۱۳۹۸/۱۱/۱۷