د چاپيريال ساتني لپاره، د خان اسټيل پرمختللي سيسستم معرفی شو.

د چاپيريال ساتني لپاره، د خان اسټيل پرمختللي سيسستم معرفی شو.

د خان ستیل فابریکي د یوې خبري ناستې پر مهال په تولنیزو چارو کې د کابل ولایت مرستیالي حنیفه ګیرووال د خان سټيل د فعالیت ستاینه وکړه او دا یې یوه ملي شتنمي وبلله.
آغلې ګیرووال وویل، چې د چاپیریال ساتنې تر ټولو لوړ معیارونه او سیستم په خان سټيل کې موجود دی.
په ټولنیزو چاو کې د کابل ولایت مرستیالي د خپل خبرو پر مهال وویل؛ د خان سټيل فابریکې له دا نيک اقدام نه مننه کوم او له ټولو تجارانو او صنعتکارانو نه مو هيله ده چي په خپلو فابريکو کي چاپيريال ساتني ته جدي پاملرنه وکړي.

همداراز د سوداګرۍ خونو غړي خان جان الکوزي د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې د ایران په ګډون یو شمېر هېوادونه غواړي د افغانستان فابریکې په بیلا بیلو نومونو زیانمنې کړې.
ښاغلي الکوزي وویل، خان سټيل په سیمه کې د کیفیت له پلوه تر ټولو وړاندې فابریکه ده، چې د ایران، پاکستان او تاجکستان د ګول سیخ تولیدات ورسره په کیفیت کې سیالي نه شي کولی.

د خان سټیل عمومي مشر حاجي خان محمد وردګ وویل، چې عدلي او قضايي ارګانونه مکلف دي، چې دا موضوع وڅیړي.
دده په وینا د فابریکې له جوړولو یې موخه خلکو ته خدمت و او کارموندنه وه، نه دا چې خلکو ته زیان ورسیږي.

په دې غونډه کې د معادنو او صنعت خونو مرستیال سخي احمد پیمان وویل، چې ګاونډي هېوادونه او یو شمېر کورنۍ کړۍ نه غواړي په افغانستان کې سټنډرډ فابریکې فعالې وي.
پیمان وویل، هغه معیارونه چې خان سټيل یې لري، د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې کاریږي او په سیمه کې سیال نه لري.

د اوسپنې ویلو کولو د فابریکو د اتحادیې په استازولۍ حاجي عصمت الله وردګ وویل، د خان سټيل په اړه د خپرو شویو معلوماتو تر شا لوی سیاسي او مافیايي لاسونه دي.

د ولسي جرګې غړي سیداحمد سیلاب په دې غونډه کې وویل، چې خان سټيل اوس په سیمه کې یو معیاري نوم دی او تولیدات یې د ټول افغانستان ویاړ دی.