په ټولنیزو چارو کې د ولایت مقام مرستیالې آغلې حنیفه ګیرووال د پاکستان هیواد د تحقیقاتو او امنیتي مطالعاتو استازې آغلې تسنیم اسلم سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په ټولنیزو چارو کې د ولایت مقام مرستیالې آغلې حنیفه ګیرووال د پاکستان هیواد د تحقیقاتو او امنیتي مطالعاتو استازې آغلې تسنیم اسلم سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
9- مرغومی-1398
په دې لیدنه کې لمړۍ آغلي ګیرووال، د ښځو د اقتصادی ودې، د انجونو په برخه کې عامه پوهاوي سربېره د ناوړو عنعناتو پر وړاندی د مبارزې په اړه بشپړ مالومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د کابل ولایت سیمه ییزه اداره تل د ښځو د ودې او کار موندني په برخه کې ګڼ شمیر کارونه تر سره کړي دي.

همدا راز په دغه لیدنه کې آغلي ګیرووال د ښځو ونډه د سولې، امنیت، چاپیریال ساتنې اقتصادي پیاوړتیا او ښې حکومتوالۍ په برخه کې ارزښتناکه وبلله.

ورپسي د پاکستان هیواد د تحقیقاتو او امنیتي مطالعاتو استازې د افغانستان او پاکستان ځیني قوانین او مقررات یو شان وبلل. نوموړې همداراز د پاکستان هیواد د ښځو فعالیتونو څرنګوالۍ د سیاست، چاپیریال ساتني، اقتصادي ودي او د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي پرضد د مبارزي په هکله مالومات وړاندي کړل.