د شهیدانو وارثینو او ټپيانو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د شهیدانو وارثینو او ټپيانو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
7- مرغومی-1398
په کابل ولایت کې د مختلفو پيښو، حوادثو له امله شهیدانو وارثینو او د ټپیانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه .
په ټولنیزو چارو کې د کابل ولایت مرستیالې حنیفه ګیرووال وویل: هغه کسانو چې په مختلفو حوادثو کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی د افغانستان د سولې، عدالت او آزادۍ تګلاري شهیدان دي.
د نوموړې په وینا، د هر شهید کورنۍ ته یې سل، سل زره، او همداراز د ټپیانو سره یې پنځوس، پنځوس زره افغانۍ مرسته کړې ده .
آغلي ګیرووال وویل، یاده مرسته یې د 1 شهید وارث او 4 ټپې ته ورکړه، چې د وسله والو طالبانو او مختلفو ډلو له لورې یې شهید او یا هم ټپې شوي وو.
پدي غونډه کې د ملي امنیت، امنیه قومانداني، د کار او ټولنېزو چارو وزارت او مستوفیت استازو ګډون درلود.