د کابل والي او یو شمیر مسؤلینو له لوري د ملکي خدمتونو مامورینو د بایومټریک او بایوګرافیک د ثبت پروسه پیل سوه

د کابل والي او یو شمیر مسؤلینو له لوري د ملکي خدمتونو مامورینو د بایومټریک او بایوګرافیک د ثبت پروسه پیل سوه
28- لیندی-1398
د پنج شنبې په ورځ د ولایت مقام د غونډو په تالار کي د کابل والي محمد یعقوب حیدري، مالي او اداري چارو مرستیال، ټولنیزو چارو مرستیاله او یو شمیر رئیسانو له لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د HRMIS سیستم د تطبیق په موخه د مامورینو د بایومټریک او بایوګرافیک د ثبت پروسه رسماً پيل سوه.
په همدې موخه جوړو سوو مراسمو کي د ولایت مقام رهبري، د ملکي خدمتونو عمومي ریاست رهبري، د HRMIS ریاست رهبري، ولسوالان او یو شمیر د ولایت مقام کارکونکو ګډون کړي وو.

کابل والي محمد یعقوب حیدري، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون څخه مننه وکړه، چي په دې ولایت کي د خیالي تشکیلاتو د مخنیوي او شفافیت رامنځته کولو په موخه یاد سیستم عملي کوي.
ښاغلي حیدري د مامورینو بایومتریک د غوره او عصري حکومتولۍ نښه وبلل او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته یې اطمینان ورکړ، چي د کابل ولایت سیمه ایزه اداره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون سره هر اړخیزه همکاري کوي.
د ملکي خدمتونو عمومی رئيس احمد مسعود توخي د HRMIS سيستم او د ملکي خدمتونو د مامورينو د بايومتريک او بایوګرافیک ثبت پروسې په اړه معلومات شريک کړل.
توخي وويل، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون، د کابل ولایت په ځينو ادارو کي د HRMIS سيستم تطبيق کړي، چې له لومړي څخه تر ۸ بست پورې ټول مامورین به بایومټریک سي.

د ښاغلي توخي په خبره، د بایومټریک په مرسته به د کارکوونکو په اړه معلوماتو او د معاشونو د راپور په ورکولو کي چټکوالی رامنځته سي.

په پای کي کابل والي محمد یعقوب حیدري، مالي او اداري چارو کې د ولایت مقام مرستیال، ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال او د ولایت مقام یو شمېر رئیسانو تر بایومټریک وروسته خپل بشپړ معلومات په HRMIS سیستم کي داخل کړل او یاده پروسه یې رسماً په کابل ولایت مقام کي را پیل کړه.