جمهوررئیس غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پنځم مکروریانو ساختماني پروژې پر اجرااتو، د ترینکوټ ښاروالۍ د لاسته راوړنو او ستونزو د اجرااتو پر راپور او د دولتي عامه ساختماني پروژو پر انلاین مدیریت او معلوماتي سیستم بحث او خبرې وشوې.

جمهوررئیس غني د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د اجرااتو راپور له اورېدو وروسته وویل، ښاري پراختیا دې په مشخصو ښاري سیمو کې د تدوین شوي پلان پر بنسټ ترسره شي.

هغه زیاته کړه، ښاري پراختیا دې د زرغونې سیمې د محدودیت لامل نشي، تاريخي نقاط دی احیا او د زرغونو سیمو ساتنه او څارنه دې وشي او باید د ښار د ځینو برخو د پراختیا لپاره بدیل پلانونه ترتیب کړو.

وروسته د ښارجوړولو او ځمکو وزارت معین د پنځم مکروریانو پروژې په اړه خپل معلومات وړاندې کړل، جمهوررئیس په دې اړه وویل، په دې هکله دې تخنیکي او حقوقي اروزنه وشي او د مکروریانونو د ساتنې او څارنې د مقررې او لایحې د استفادې ډول دې هم ترتیب شي.

د غونډې په بله برخه کې د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښاروال د یادې ښاروالۍ د کړنو او ننګونو راپور د وړاندې کولو پر مهال د یاد بنسټ د معیاري کولو په خاطر خپل وړاندیز هم وکړ.

جمهوررئیس وویل، د ترینکوټ ښار د پراختیا په برخه کې پانګونه نه ده شوی او یاده ښاروالي دې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په همکارۍ د ملکي او غیر ملکي سیمو د تصفیې پلان ترتیب او د یاد ښار د پراختیا خنډونه دې وپيژني او د متوازن انکشاف په اړه دې عملي اقدامات وکړي.

هغه زیاته، په ترینکوټ ښار کې دې د عادلانه میکانیزم پر بنسټ خلکو ته ځمکه ووېشل شي، همدارنګه دې د غله جاتو د کښت سیمې پراخې شي او لارښوونه یې وکړه چې په ارزګان ولایت کې دې د صنعتي پارک د ایجاد په خاطر یوه سیمه مشخصه شي، ترڅو د جوړولو لپاره یې لازم تدابیر ونیول شي.

جمهوررئیس همدارنګه وویل، د ارزګان سیند د غاړو تحکیمولو لپاره دې یو پلان ترتیب شي چې په تطبیق یې د سیند غاړې له تخریب څخه خوندي او د اوبو غوره مدیریت رامنځته شي.

وروسته د ښارجوړولو او ځمکو وزارت معین د دولتي عامه ساختماني پروژو د انلاین مدیریت او معلوماتي سیستم په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، ځواب ویل، شفافیت او د دولتي ساختماني پروژو او برنامو څخه افغان ولس ته د معلوماتو د لاسرسي حق د دغه سیستم اساسي موخه ده.

د غونډې په پای کې جمهوررئیس غني د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مسوولینو ته په خطاب کې وویل، ستاسې پلانونه ښه دي، اما په تطبیق کې له ننګونو سره مخ یاست. هغه زیاته کړه یاد پلانونه باید تطبیقي بڼه ولري چې د عام المنفعه خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د دولت تعهد عملي شي.

-------------

جلسۀ شورای عالی توسعۀ شهری به ریاست رئیس جمهور غنی برگزار شد

جلسۀ شورای عالی توسعۀ شهری به ریاست محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان عصر امروز در ارگ دایر گردید.

در این جلسه، روی اجراات وزارت شهرسازی و اراضی در خصوص پروژه ساختمانی مکروریان پنجم، گزارش اجراات دستآوردها و مشکلات شاروالی ترینکوت و سیستم معلوماتی و مدیریتی آنلاین پروژه های ساختمانی عامۀ دولتی، بحث و تبادل نظر صورت گرفت.

رئیس جمهور غنی پس از استماع گزارش اجراات وزارت شهرسازی و اراضی، گفت که توسعۀ شهری بر اساس یک پلان مدون و در ساحات مشخص شهری صورت گیرد. وی افزود که انکشاف شهری باعث محدود شدن ساحه سبز نشود و نقاط تاریخی احیا و ساحات سبز حفظ و مراقبت گردد و باید برای توسعۀ برخی از نقاط شهر، پلان های بدیل را ترتیب نماییم.

سپس معین وزارت شهرسازی و اراضی در رابطه به پروژه ساختمانی مکروریان پنجم معلومات خویش را ارائه نمود و رئیس جمهور در این رابطه گفت که ارزیابی تخنیکی و حقوقی صورت گیرد و مقرره و لایحه طرز استفاده و حفظ و مراقبت از مکروریان ها نیز ترتیب گردد.

در ادامۀ جلسه، شاروال ترینکوت ولایت ارزگان ضمن ارائه گزارش کارکردها و چالش های شاروالی مذکور، در خصوص معیاری نمودن توسعۀ شهر ترینکوت صحبت کرد.

رئیس جمهور گفت که در زمینۀ توسعۀ شهر ترینکوت سرمایه گذاری صورت نگرفته و شاروالی مذکور در همکاری با وزارت شهرسازی و اراضی، پلان تصفیه ساحات ملکی و غیر ملکی را ترتیب نموده و موانع توسعه شهر ترینکوت را شناسایی و در راستای انکشاف متوازن، اقدامات عملی را روی دست گیرد.

وی افزود که زمین در شهر ترینکوت بر اساس یک میکانیزم عادلانه به مردم توزیع گردد و همچنان ساحات کشت غله جات باید توسعه یابند و هدایت داد که در ولایت ارزگان یک ساحه به منظور ایجاد پارک صنعتی مشخص شود تا برای ساخت آن تدابیر لازم اتخاذ گردد.

رئیس جمهور همچنان گفت که یک پلان برای تحکیم سواحل دریای ارزگان ترتیب گردد که با تطبیق آن، سواحل دریا از تخریب مصئون بماند و مدیریت بهتر آب به میان آید.

سپس معین وزارت شهرسازی و اراضی در رابطه به سیستم معلوماتی و مدیریتی آنلاین پروژه های ساختمانی عامۀ دولتی معلومات داده، گفت که هدف اساسی این سیستم، پاسخگویی، شفافیت و حق دسترسی معلومات به مردم افغانستان از برنامه ها و پروژه های ساختمانی دولتی است.

رئیس جمهور غنی در اخیر جلسه خطاب به مسئولین وزارت شهرسازی و اراضی گفت که پلان های تان خوب است، اما در تطبیق با چالش مواجه هستید. وی افزود که پلان های متذکره باید جنبۀ تطبیقی داشته باشند تا تعهد دولت در زمینۀ ارائه خدمات عام المنفعه، عملی گردد.