د شهیدانو وارثینو او ټپيانو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د شهیدانو وارثینو او ټپيانو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
24-لیندی-1398
په کابل ولایت کې د مختلفو پيشو، حوادثو او ځانمرګي بریدونو له امله شهیدانو وارثینو او ټپیانو کورنیو سره نن مخکي له غارمې نغدي مرسته وشوه .
د دغه ولایت مرستیال والي محبوب الله محبي وویل: هغه کسانو چې په مختلفو حوادثو کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی د افغانستان د سولې، عدالت او آزادۍ تګلاري شهیدان دي.
نوموړي زیاته کړه، د هر شهید کورنۍ ته یې سل، سل زره، ټپیانو ته پنځوس، پنځوس زره افغانۍ مرسته وشوه .
ښاغلي محبي وویل، یاده مرسته یې د 13 شهیدانو وارثینو او 2 ټپې ته ورکړه، چې د وسله والو طالبانو او مختلفو ډلو له لورې یې شهیدان او یا هم ټپې شوي وو.
هغه د ملي یوالي حکومت څخه هم مننه وکړه، چې د دغه ولایت شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره یې په ټاکلې وخت مرستې ترسره کړې.

پدي غونډه کې د اجرایه ریاست استازۍ، ملي امنیت، امنیه قومانداني، د کار او ټولنېزو چارو وزارت استازۍ او مستوفیت استازي ګډون درلود.