د کابل ولایت په چهار آسیاب ولسوالۍ کې يوه درې لارې او د ولسوالۍ سړک د ډاکټر تيتسو ناکامورا په نوم ونومول شول.

د کابل ولایت په چهار آسیاب ولسوالۍ کې يوه درې لارې او د ولسوالۍ سړک د ډاکټر تيتسو ناکامورا په نوم ونومول شول.
17-لیندی-1398
د کابل ولایت د چهارآسياب ولسوالۍ ولسونو، مخورو، مشرانو، ځوانانو او فرهنګيانو د جاپاني الاصله افغاني ډاکټر تيتسو ناکامورا (کاکا مراد) له خيريه کړنو څخه چې د هېواد په ګن شمېر سيمو کې يې عام المنفعه خدمات خلکو ته وړاندې کول ستاينه وکړه.
د دغه ستر انسان وژنه يې د افغان ملت او جاپانيانو لپاره ستره ضايعه وبلله او د نوموړي وژل يې د هېواد او آبادۍ د دښمنانو کار وباله.
په پاى کې يې د نوموړي له کارونو څخه د تقدير په موخه يوه درې لارې او د ولسوالۍ سړک د ډاکټر تيتسو ناکامورا په نوم ونومول.