په سروبي ولسوالۍ کې ددفاعي او امنیتي ځواکونوملاتړ غونډه جوړه شوه

په سروبي ولسوالۍ کې ددفاعي او امنیتي ځواکونوملاتړ غونډه جوړه شوه
۲ لیندۍ ۱۳۹۸
دکابل ولایت' سروبي ولسوالۍ لسګونو قومي مشرانو' دیني علماوو' جهادي قوماندانانو او ولسونو دیوې پراخې غونډې په ترڅ کې له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ غونډه دولسوالۍ په عامه کتابتون کې تر سره کړه.
دغه غونډه دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکې اداری د" ولسي ملاتړ برنامې" په نوښت جوړه شوې وه.
غونډه دکلام الله دسپیڅلو ایاتونو په تلاوت او ملي سرود غږولو سره پرانستل شوه.
سروبي ولسوال ګوهر خان بابري له ولسه مننه وکړه چې له امنیتي ځواکونو سره په بشپړه همغږۍ دسیمې په ټیکاو او کابل جلال اباد لویې لارې امنیت ساتلو کې مرسته همکاري کوي.
ددریمې پلې لوا درستیزوال ډګروال محمد عسکر سرحدي ولسونو ته ډاډ ورکړ چې دټولو جزوتامونو سرتیري یې څلورویشت ساعته ده هیواد او ملي نوامیسو ددفاع په لار کې تیارسۍ ولاړ دي ؛ نوموړي په خلکو غږ وکړ چې؛" سربازان ستاسو اولادونه دي' ستاسو په نقش و قدم روان او دعقیدې او کلتور په رعایت او درناوي مکلف دي"
سرحدي دسروبي له ولسونو مننه وکړه چې دجګړې او دفاع دډګر سرتیري یې ونازول.
دسیمی قومی مشرحاجي ګل حسن سهاک وویل" ملی امنیتي ځواکونه دي چې خلکو ته یې ډاډمن ژوند برابر کړی دی.
سهاک وویل له ملي سرتیرو ملاتړ 'ننګه اونازونه خپله ملي وجیبه او دیني مکلفیت بولي نوموړي دهیواد دفاعي او امنیتي سرتیري دټولو قومونو او ملیتونو دوحدت واحده لیکه او سمبول ونومول.

دغې ستاینغونډی ته امنیه قوماندان محمد ضیاء محمدي' ملي امنیت مدیر' دبریښنا بندونو ساتنی قوماندان ذکرالله میاخیل او ګڼو نورو ویناوی وکړې.
دولسي ملاتړ برنامې له لوري چمتو شوي سوغاتونه چې؛۶۳ جوړه جامې.۱۳۰ کړۍ دغاړی ګلان او ۸۰ پاڼې ستاینلیکونه دملي اردو' ملي پولیسو' ملي امنیت او بریښنا بندونو ساتنې یونټ په سرتیرو وویشل شول.