محمد آغا احمدزی د چهار آسیاب ولسوالۍ ولسوال د ترمينل د جوړېدو له کار څخه ليدنه وکړه.

محمد آغا احمدزی د چهار آسیاب ولسوالۍ ولسوال د ترمينل د جوړېدو له کار څخه ليدنه وکړه.
28-لړم-1398
یاد ترمینل په چهاراسياب ولسوالۍ کې د سويل ختيځو ولايتونو خوست، لوګر، پکتيا او پکتيکا لپاره په ٨٧٥ جريبه ځمکه کې لوى او پراخه عصري ترمينل جوړېږي چې اوس مهال يې احاطوي چارې پر مخ روانې دي.
ولسوال محمد اغا احمدزى وايي چې ددې ترمينل د جوړولو چارې ٥٧ سلنه بشپړې شوې او راتلونکى کال به پکې نور کارونه ترسره شي.