د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسوده په پرنسیب کې تصویب شوه

د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسوده په پرنسیب کې تصویب شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، نن ماسپښين په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې جمهوررئیس غني د پوهنې د مخکېني وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخې د مړینې په خاطر د هیواد د پوهنې کورنۍ ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګند کړل، مرحوم ته یې د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او کورنۍ ته یې دجمیل صبر دعا وکړه.

د اجنډا مطابق د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسوده غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده مسوده په پرنسیب کې تایید او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د وزارتونو او دولتي ادارو د مهمو انکشافي پروژو لومړیتوبونو ته په پام له دوی سره په همغږۍ د بودجې پر مسوده بیا کتنه وکړي او نهایي یې کړي.

وروسته د مالیې وزارت سرپرست او د عدلیې وزیر پر زیات شوي ارزښت د مالیې د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او وې ویل، پر زیات شوي ارزښت د مالیې قانون د حکمونو د تطبیق د ډولونو تنظیم، د عوایدو زیاتوالی او د هیواد د مالي بنیې پیاوړتیا او پر زیات شوي ارزښت د مالیې په برخه کې د بین المللي مالیاتو د طریقو مراعتول، د دغې مقررې موخه ده.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته پر زیات شوي ارزښت د مالیې د مقررې طرحه تصویب او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د عدلیې وزارت په همکارۍ دې یاده مقرره د کابینې غړو د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره تصحیح او بشپړه کړي. همدارنګه دې د یادې مقررې د عامه پوهاوي او عمل پلانونه تنظیم او عملي کړي.

د غونډې په پای کې د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۸ مالي کال عادي او انکشافي اختیاري بودجه کې د تعدیلاتو په اړه د دغه وزارت غوښتنه د یو شمېر دولتي ارګانونو د بېړنیو اړتیاو په پام کې نیولو سره غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب شوه.
----
مسودۀ بودجۀ ملی سال مالی ۱۳۹۹در پرنسیب تایید شد

جلسۀ کابینه تحت ریاست محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان بعد از ظهر امروز در قصر چهار چنار ارگ دایر گردید.

ابتدا رئیس جمهور کشور مراتب تسلیت و همدردی خویش را بخاطر درگذشت دکتور اسدالله حنیف بلخی وزیر پیشین معارف به خانواده معارف کشور ابراز نمود و برای متوفی بهشت برین و برای بازمانده گان متوفی، صبر جمیل را از درگاه ایزد متعال استدعا کرد.

طبق اجندا؛ سرپرست وزارت مالیه مسودۀ بودجۀ ملی سال مالی ۱۳۹۹ را به جلسه ارائه نمود که کابینه پس از بحث های همه جانبه؛ مسوده متذکره را در پرنسیپ مورد تائید قرار داد و وزارت مالیه را موظف نمود تا مسوده بودجه را با در نظر داشت اولویت بندی پروژه های مهم انکشافی وزارت ها و ادارات دولتی، در تفاهم با آنها مورد غور مجدد قرار داده و آنرا نهایی سازد.

سپس، سرپرست وزارت مالیه و وزیر عدلیه طرح مقررۀ مالیه بر ارزش افزوده را به جلسه ارائه نموده، گفتند که هدف این مقرره را موضوعات چون تنظیم روش های تطبیق احکام قانون مالیه بر ارزش افزوده، افزایش عواید و تقویه بنیه مالی کشور و رعایت شیوه های مالیاتی بین المللی در عرصه مالیه بر ارزش افزوده، تشکیل میدهد.

کابینه بعد از بحث همه جانبه طرح مقرره مالیه بر ارزش افزوده را مورد تصویب قرار داد و وزارت مالیه را موظف نمود که با همکاری وزارت عدلیه، مقرره متذکره را با درنظر داشت نظریات اصلاحی اعضای کابینه تصحیح و نهایی سازد. همچنان پلان های عمل و آگاهی دهی آنرا نیز تنظیم و به منصه اجرا قرار دهد.

در اخیر جلسه، سرپرست وزارت مالیه تقاضای آن وزارت مبنی بر تعدیلات در بودجۀ عادی و انکشافی اختیاری سال مالی ۱۳۹۸ را با درنظر داشت نیازمندی های عاجل تعداد از نهادهای دولتی به جلسه مطرح کرد که مورد تصویب قرار گرفت.