جمهوررئیس غني: د عوایدو راټولولو هڅې دې زیاتې شي

جمهوررئیس غني: د عوایدو راټولولو هڅې دې زیاتې شي
۱۳-عقرب-۱۳۹۸
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هیواد د ۳۴ ولایتونو له ملکي او نظامي مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د عوایدو راټولولو بهیر ته د پاملرنې پر زیاتوالي خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني په دې ویډیو کنفرانس کې چې د عوایدو او ګمرکونو معین، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس، د امنیتي او دفاعي ارګانونو رهبرۍ او یو شمېر والیانو هم حضور درلود، په ولایتونو کې د عوایدو راټولولو پروسه کې د همغږۍ او هڅو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني د ګمرکونو د عوایدو د ضایع کېدو پر مخنیوي په ټينګار امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، د زورواکو په ګډون که هر څوک او هر چېرې د عوایدو راټولولو پر وړاندې خنډ واقع کېږي، نو جدي او قانوني چلند دې ورسره وشي.

د هیواد جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او والیانو ته لارښوونه وکړه چې پر وخت او قانوني ډول د عوایدو راټولولو لپاره د ګمرکونو پر فعالیت او شفافیت خپله پاملرنه او څارنه زیاته کړئ.

جمهوررئیس غني د عوایدو راټولولو او بودجې جوړولو په برخو کې د مالیې وزارت کارونه او هلې ځلې وستایلې اوپه ټینګار سره یې وویل، باید د نورو خپلواکو هیوادونو په څېر موږ هم خپله بودجه له خپلو عوایدو برابره کړو.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان حکومت ته د عوایدو راټولول یو مهم اصل دی او د ځان بسیاینې لپاره د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري، نود عوایدو راټولولو هڅې دې زیاتې شي. هغه په ټینګار وویل، په ګمرکونو کې هیڅوک د عوایدو راټولولو په برخه کې خنډ نشي واقع کېدای او دا یوه ملي وجیبه ده.

محمداشرف غني وویل، د عوایدو راټولولو او بودجې جوړولو په برخو کې د حکومت ظرفیتونه ښه شوي، خو د لا پیاوړتیا لپاره باید منظم او سیستماتیک پروګرامونه ترتیب او تطبیق شي.
---
رئیس جمهور غنی: تلاش‌ها برای جمع‌آوری عواید، بیشتر گردد

محمداشرف غنی رئیس جمهور اسلامی افغانستان، قبل از ظهر امروز از طریق ویدیو کانفرانس با مسئولین نظامی و ملکی ۳۴ ولایت کشور، در خصوص توجه بیشتر به پروسه‌ی جمع‌آوری عواید، صحبت کرد.

در این ویدیو کنفرانس که معین عواید و گمرکات، رئیس عمومی اداره‌ی مستقل ارگان‌های محلی و رهبری نیروهای امنیتی و دفاعی و شماری از والیان کشور نیز حضور داشتند، رئیس جمهور غنی بر افزایش هماهنگی و تلاش در پروسه‌ی جمع‌آوری عواید در ولایات، تاکید ورزید.

رئیس جمهور کشور با تاکید بر جلوگیری از ضایع شدن عواید در گمرکات، به مسئولین امنیتی هدایت داد تا به شمول زورمندان، هرکسی که در برابر جمع‌آوری عواید مانع واقع می‌شود، با آنان برخورد جدی و قانونی صورت گیرد.

رئیس جمهور غنی به مسئولین قوای امنیتی و دفاعی و والیان هدایت داد که به منظور جمع‌آوری عواید به صورت قانونی و به‌موقع، بالای فعالیت‌ها و شفافیت گمرکات، توجه و نظارت خویش را افزایش دهند.

رئیس جمهور کشور تلاش‌ها و فعالیت‌های وزارت مالیه را در بخش‌های جمع‌آوری عواید و ترتیب بودجه ستایش کرد و با تاکید گفت که همانند کشورهای مستقل، ما نیز باید بودجه‌ی خویش را از عواید داخلی فراهم نماییم.

رئیس جمهور غنی تصریح‌کرد که جمع‌آوری عواید یک اصل مهم برای حکومت افغانستان به شمار می‌رود و به هدف رسیدن به خودکفایی، این اصل در اولویت‌ کاری حکومت قرار دارد، پس تلاش‌ها برای افزایش عواید بیشتر گردد. وی تاکید ورزید که هیچ کسی نمی‌تواند در مقابل جمع‌آوری عواید در گمرکات مانع واقع شود و این یک وجیبه‌ی ملی است.

رئیس جمهور کشور گفت که ظرفیت‌های حکومت در بخش جمع‌آوری عواید و ساخت بودجه افزایش یافته است، اما بخاطر تقویت هرچه بیشتر این بخش‌ها، باید برنامه‌های منظم و سیستماتیک ترتیب و تطبیق گردد.