کابل والي او د دې ولایت یوشمېر ادارو مسوولینو په ننګرهار کې جوړشوي علمي سمینار کې ګډون وکړ

کابل والي او د دې ولایت یوشمېر ادارو مسوولینو په ننګرهار کې جوړشوي علمي سمینار کې ګډون وکړ
9-لړم-1398
د ننګرهار ولایت په کوربتوب د سيمه ييزې حکومتولۍ پاليسۍ، خونديتوب، حرکت او پراختيا تر عنوان لاندې دغه جوړشوی علمي سمينار د جلال اباد شاهي ماڼۍ په کرزي تالار کې پیل شوه د هېواد ۱۴ ولايتونو والیانو، يو شمېر مرستيالانو، د ادارو مسئولينو، پوهنتون استادانو، مېرمنو، مدني ټولنو استازو او ګڼ شمېر نورو مشرانو پکې ګډون کړی و.
ياد علمي سمينار ته ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د جمهور رئيس محمد اشرف غني پېغام ولوسته چې په کې راغلي و د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا د ملي وحدت حکومت يو له مهمو او اساسي موخو څخه ده په همدې بنياد د سيمه ييزې حکومتولۍ پاليسي او د محلي شوراګانو قانون نهايي شو.

په پيغام کې راغلي و د دې طرحې اساسي موخه د ښار محورۍ پر بنياد سيمه ييزه حکومتولي ده او حکومت هوډمن دى چې د خلکو، استادانو، مدني ټولنو، رسنيو او بېلا بېلو قشرونو نظرونو او طرحو په رڼا کې د سيمه یيزې حکومتولۍ د پراختيا بنسټ کېږدي.

جمهور رئیس په خپل پيغام کې ويلي و نن د حکومتولۍ له کلونو تجربو وروسته، د دې وخت را رسېدلى چې په اداراتو کې شته ظرفېتونه تشخيص کړو او همدا راز دا بايد درک شي چې سيمه ييز واحدونه د ښاري، نيمه ښاري، ترانزيټي او طبعي منابعو له نظره د کومو ځانګړنو او ظرفېتونو لرونکي دي، چې د هغې په رڼا کې د عمل برنامه ورته جوړه شي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري یاد علمي سمینار د ښې حکومتوالۍ او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کېدو په په برخه کې مهم وباله او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او ننګرهار ولایت مقام څخه یې مننه وکړه چې د سمینار په جوړېدو کې زیار ګاللی.
کابل والي د ۱۴ ولايتونو واليانو ترمنځ د سيمه يیزې حکومتولۍ پياوړتېا په علمي سيمينار کې د دې ولايت پرمختګ، لاسته راوړنې، ستونزې، اړتياوې شريک کړل.
نوموړي وویل، د ولایتونو طرحي چې ترتیب شوي، د هغه طرحو په کتو سره یوه موثره طرح جوړه او جلالتمآب ولسمشر ته وړاندیز شې.
کابل والي د اوبو مهارولو، د ادارو تر منځ د دیجیتالي سیستم ایجادول، ځوانانو ته کارموندني، زراعت پیاوړتیا او د یخچال خوني ایجادول په اړه یې خبري وکړي او د مربوطه ادارو څخه یې وغوښتل تر څو په یاد موضوعاتو کې جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي وویل، د امنیتي، اقتصادي، فرهنګي او تولنیزي پياوړتیا په موخه د یاد والیانو سره به په جلا جلا غونډو کې یاد موضوعات به د والیانو په همکاري تعقیب او حل کړي.