د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې ځوان سفیران وستایل شول.

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې ځوان سفیران وستایل شول.

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د جشن هغه ۲۰۰ دوه سوه ځوان سفیران چې د خپلواکۍ د ورځې د ښو نمانځلو په پار يې په څلور دېرش ولایتونو کې بې دریغه هڅې کړي وې؛ د سې شنبې په ورځ کابل کې د ځوانانو چارو معینیت له لوري د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

په دې ستاینغونډه کې د کابل ولایت د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیالې حنیفه ګیرووال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلي محمد اجمل شاه پور، د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار عبدالرشید ایوبي او د بدني روزنې رئیس ډاکټر حفیظ الله ولي رحیمي ګډون کری و.

په دې ستاینغونډه کې اغلي حنیفه گیرووال د کابل ولایت د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیالې په خپل وینا کی وویل: ز مونژ ځوان نسل د تغییر نسل دی، ترڅو چی ځوانان د قومی، نژادی، سیاسی او مذهبی محدودیتونو څخه فراغ فکر و نه لري مونږ نشو کولی چی د خپل د نیاکانو له استقلال نه ساتنه وکړو.
د کابل ولایت د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیالې علاوه کړل چي د کابل ولایت اداری تل له ځوانانو څخه ملاتړ کری دی او همیشه د هغوی له طرحونونه استقبال او ملاتړ کوی.

همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلي محمد اجمل شاه پور د خپلواکۍ د ځوانو سفیرانو هڅې د ستاینې وړ یادې کړې او د شاه غازي امان الله خان د ناتمامه فصل د بشپړیدا لپاره يې د افغان ځوانانو ملي دریځ او کوښښونه د پام وړ وبلل.

ښاغلي شاه پور زیاته کړه، چې افغانانو ته په کار ده؛ څو د خپلو لوړو افکارو او ملي یووالي له مخې د اماني دورې تاریخ ته په کتو د خپلې خاورې او ولس په پرمختون کې بنسټیزه ونډه واخلي.

ښاغلي محمد اجمل شاه پور په خپلو خبرو کې افغان ځوانانو او د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د جشن نمانځلو ځوانو سفیرانو ته په اشارې سره وویل، چې د ټولو ځوانانو دا ګډ رسالت او ملي وجیبه ده، چې خپل ملي ارزښتونه خوندي وساتي.

په همدې مهال ګڼ شمېر ویناوالو؛ د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار عبدالرشید ایوبي، د کابل ولایت د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیالې حنیفه ګیرووال او د بدني روزنې رئیس ډاکټر حفیظ الله ولي رحیمي د ځوانانو چارو معینیت دا ډول پروګرامونه وستایل.

دوی په خپلو خبرو کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د ښې نمانځنې په پار د ځوانو سفیرانو هڅو ته په اشارې سره افغان ملت نه ماتیدونکی یاد کړ.

په همدې مهال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه د خپلواکۍ د ځوانو سفیرانو له ډلې؛ اغلې کامله سادات، همایون کوچي، ذکیه زمان او کرامت الله عزیزي ویناوې وکړې او ویې ویل، چې دوی د هېواد په ټولو ولایتونو کې د خپلواکۍ په موخه د عامه پوهاوي غونډې او ناستې درلودې، چې له مخې يې وکولای شول؛ د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د جشن مراسم خوندور کړي.

د یادولو ده، چې د غونډې په وروستیو شیبو کې د ځوانو سفیرانو او د غونډې ګډونوالو ترمنځ ګروپي کار ترسره شو؛ ترڅو د ځوانانو چارو معینیت لپاره طرحه جوړه او بیا یې د حکومت رهبرۍ ته وړاندې کړي.