له ټپیانو او د شهیدانو د کورنیو له غړو سره نغدي مرسته وشوه

له ټپیانو او د شهیدانو د کورنیو له غړو سره نغدي مرسته وشوه

په دغه مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د کابل ولایت مرستیال محبوب الله محبي وویل: هغو کسانو چې په بیلابیلو بدمرغو پېښو کې یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی اتلان دي او موږ به هیڅکله هغوی هیر نکړو.
دوی د هېواد د پرمختګ او ولسونو د هوساینې لپاره خپل سرونه نذارنه کړي دي.

دغه راز ټپيانو او شهیدانو کورنیو غړو ته د اجراییه ریاست استازي، ملي امنیت، امنیه قومانداني، د کار او ټولنېزو چارو او مستوفیت ریاستونو استازو په حضور کې د هر شهید کورنۍ ته سل زره افغانۍ او ټپي ته پینځوس زره افغانۍ نغدي مرسته ورکول شوه.

د مرستی ترلاسه کوونکو د کابل ولایتې ادارې څخه مننه وکړه چې تل یې د شهیدانو، ټپیانو، معلولینو او بي وزله کورنیو لاسنیوی کړی دی.