کابل ولایت چهار آسیاب ولسوالۍ کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

کابل ولایت چهار آسیاب ولسوالۍ کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په هغه لویه غونډه کې چې د خپلواکۍ سلمې کلیزې د لمانځنې په موخه چهار آسیاب ولسوالۍ کې تر سره شوه، د چهارآسیاب ولسوال محمد آغا احمدزی، امنیه قومندان عبد المنیر عبدالرحیمزی، د شلمې ناحیه رئیس حمید الله سنګر، د ځوانانو شورا رئیس صبر الله اوریاخیل، نظامي منصوبین، قومي مشران، ځوانان او د یادې ولسوالۍ بیلا بیلو اقشارو کډون کړی وو.
یاده غونډه د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې شروع او بیا ګډونوالو ته د چهار آسیاب ولسوالۍ ولسوال محمد آغا احمدزی هر اړخیزه وینا وکړه او د خپلواکي د اخستلو او ساتلو په اړه یې کډونوالو ته معلومات ور کړل.
همداراز ولسوال د چهار آسیاب ولسوالۍ له خلکو مننه وکړه چې په بیلا بیلو بڼو یې د خپلواکۍ سلمه کلیزه ولمانځله.
د غونډې په ترڅ ټولو کډونوالو له سیمه ایزې ادارې خوښي څرګنده کړه چې د خپلوالکي لمانځغونډه یې په ډیر ښه شان ترتیب او تر سره کړه.
د لمانځغونډې په بله برخه کې په ملي بیرغ سمبال ملکي او نظامي موټریز کاروان د چهار آسیاب ولسوالۍ بیلابیلو برخو ته سفر تر سره کړ، چې د عامو خلکو له تود هر کلي سره مخامخ شول.
د غونډې په ترڅ کې د چهار آسیاب ولسوال هغه ماشومان، عام وکړي او امنیتي سرتیري تشویق کړه چې په ملي بیرغ یې خپل لباسونه رنګین کړي وه.
غونډه په خوښیو او د اتڼونو تر سره کولو سره پای ته ورسیده