د کابل ولايت په ټولو ولسواليو او مرکز کې د ګران هېواد د خپلواکۍ سلمه کاليزه په خورا شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.

د کابل ولايت په ټولو ولسواليو او مرکز کې د ګران هېواد د خپلواکۍ سلمه کاليزه په خورا شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.

نن دوشنبي د 1398 کال د اسد میاشتي 28 مه نېټه, په پغمان ولسوالۍ کې د هېواد د خپلواکۍ سلمه کالیزه په یوه شانداره مراسم کې ونمانځل شوه.

په ياد مراسم کې د کابل ولايت مرستيال والي محبوب الله محبى، د پغمان ولسوالۍ ملکى او نظامي ادارو مسوولينو، دينى عالمانو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړى وو.

مراسم د قرآن عظیم الشان په تلاوت او د ملي سرود په ویلو سره پیل شو.

لمرۍ محمد موسی رحتمي د پغمان ولسوالۍ ولسوال د آزادۍ, استقلال او د شاه غازي امان الله خان کړني او ویاړلي په اړه خبري وکړی.

ولسوال رحتمي د خلکو او ولسونو نه وغوښتل چې د خپلو هر افغان وکړۍ چې په هره قومي او ژبني پوري تړلي وي, خپل اتحاد او اتفاق ورسره تینګ وساتي.

ورورسته محبوب الله محبي د کابل ولایت مرستیال والي د هغه شهیدانو روح ته لاسونه لپه کړل چې دوي ورځي وړاندي د شهر دوبی د ودونو پر تالار په برید کې شهیدان شوي وو.

مرستیال والي دغه عمل په کلکو ټکو وغندل او شهیدانو ته یې جنت الفردوس, زخمیانو ته یې عاجله شفا او کورنیو ته یې د زړه صبر غوشتونکی شو.

مرستیال والي د افغانستان استقلال په اړه چې د شاه غازی امان الله خان په میړانه تر لاسه شوی خبري وکړي او همداراز د ملي, امنیتي او دفاعي ځواکونو نه مننه وکړه چې د دي وطن او خلکو د آرامۍ او آزادۍ لپاره یې شپه او ورځ په توده سنګرونو کې ولاړ دي.

مرستیال والي د خلکو او ولسونو هم مننه وکړه چې تل د پغمان ولسوالۍ سره یې پوره همکاري کړي ده او خلک یې اتحاد, اتفاق او ورورولي ته یې دعوت کړل.

دغه راز د کابل ولايت په 14 ولسواليو او مرکز کې په هېواد د خپلواکۍ سلمه کالیزه په مختلفو برنامو او شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.