د کابل ولایتې ادارې په ښار او ولسوالیو کې د ګران هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ بیلابیل پروګرامونه جوړ کړي دي.

چې یې غږ د ازادۍ په جهان خپور کړ
د امان هغې نارې ته مې سلام دی

خپلواکۍ مو تر لاسه کړه اوس ددې وخت دی چې لوست او تعلیم ته مخه کړئ او خپل وطن ودان کړئ.
شاه غازي امان الله خان
د کابل ولایتې ادارې په ښار او ولسوالیو کې د ګران هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ بیلابیل پروګرامونه جوړ کړي دي.
په ښار، کلیو او بانډو کې ملي بیرغونه رپيږي، واټونه د شاه غازي امان الله خان په انځورونو او خپلواکۍ په نښانونو ښکلي شوي دي.
دغه راز د خپلواکۍ د جشن د ښو نمانځلو په موخه د کابل په ښار او ولسوالیو کې ځانګړې امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
له درنو کابلیانو څخه هیله کوو چې سبا ته دغه ملي او له ویاړه ډکه ورځ په ولولو سره ونمانځئ.
څو چې پاتې یو افغان وي
تل به دا افغانستان وي. 
په ازادۍ او پرمختګ مین ولسه خپلواکۍ مو مبارک شه