د کابل والي محمد یعقوب حیدري د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

د کابل والي محمد یعقوب حیدري د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

( انا لله و انا الیه راجعون)

په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان یو تن تکړه او پياوړی دیني عالم، شیخ محمد اصف محسني د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۸۴ کالو په عمر له دې فاني دنیا سترګې پتې کړې.

د خدای بخښلي محسني مړینه د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه دیني عالمانو، روحانیونو، په دین او علم مینو لپاره یوه لویه ضایعه ده.

زه د پاک خدای(ج) له درباره مرحوم شیخ محمد اصف محسني ته د جنت فردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتونکی یم.

مرحوم د خپل عمر ډېره برخه د دیني کتابونو تالیف، خلکو ته د دیني زده کړو، د قرآن کریم تفسیر او دینې موعظو بیانولو ته وقف کړی و.

خدای بخښلي په کابل کې د خاتم النبیین(ص) په نوم یو تحصیلي مرکز جو کړی چې په کې خلکو ته دیني او عصري زده کړې ورکول کېږي.

مرحوم د افغانستان د حرکت ګوند بنسټ ګر او په افغانستان کې د اهل تشیع عالمانو د شورا مشر و.

مرحوم شیخ محمد اصف محسني د هغو پېژندل شویو شخصیتونو په ډله کې شمېرل کېږي چې، تل د وطن او افغانانو په درد ځورېده.