د شهیدانو وارثینو او ټپيانو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د شهیدانو وارثینو او ټپيانو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

په کابل ولایت کې د مختلفو پيشو، حوادثو او ځانمرګي بریدونو له امله شهیدانو وارثینو او ټپیانو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه .

د دغه ولایت مرستیال والي محبوب الله محبي وویل: هغه کسانو چې په مختلفو حوادثو کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی د افغانستان د سولې، عدالت او آزادۍ تګلاري شهیدان دي....
نوموړي زیاته کړه، د هر شهید کورنۍ ته یې سل،سل زره، ټپیانو ته پنځوس،پنخوس زره افغانۍ مرسته وشوه .

ښاغلي محبي وویل، یاده مرسته یې د 19 شهیدانو وارثینو، 15 ټپیانو ته ورکړه، چې د وسله والو طالبانو او مختلفو ډلو له لورې یې شهیدان او یا هم ټپیان شوي وو.

هغه د ملي یوالي حکومت څخه هم مننه وکړه، چې د دغه ولایت شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره یې په ټاکلې وخت مرستې ترسره کړې.

پدي غونډه کې د ولایتي شورا، ملي امنیت، امنیه قومانداني، د کار او ټولنېزو چارو ریاست او مستوفیت استازي ګډون درلود.