د ملي بیرغ ورځ به د کابل په ښار او ولسوالیو کې په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي.

د ملي بیرغ ورځ به د کابل په ښار او ولسوالیو کې په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي.
۶ زمري ۱۳۹۸
د کابل والي محمد یعقوب حیدري په مشرۍ د ملي بیرغ او د ګران هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د ښو لمانځلو په موخه غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د کابل ولایت مرستیالانو، د یو شمیر سکتوري ادارو رییسانو، ولسوالانو او د ګذر وکیلانو د شورا رئیس ګډون کړی وه.
په پیل کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځې مبارکې د غونډې ګډوونوالو، ټولو هېواد والو او په ځانګړې توګه د کابل ...ولایت درنو اوسیدونکو ته وویله.
ده وویل ولایتې اداره منظم پلان لري روان کال کې به د ملي بیرغ ورځ او د ګران هېواد د خپلواکۍ سلمه کالیزه په خورا شاندارو مراسمو سره ولمانځل شي.
د کابل والي وویل دا د خلکو جشن دی، هیله ده چې په ټولو پرواګرمونو کې به پراخ ګډون وکړي.
ده وویل د جشن د ښو لمانځلو لپاره هر اړخیز امنیتي تدابیر نیول شي دي، د هر افغان مسئوولیت دی چې د ملي بیرغ درناوی وکړي او تل یې هسک او رپاند وساتي.

ولسوالانو هم ژمنه وکړه چې د ولایتې ادارې له پلان سره سم به د ملي بیرغ ورځ او دغه راز د ګران هېواد د خپلواکۍ ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځي.