د کابل والي د بغلان ولایت د امنیت ریاست مرستیال شهيد جنرال عبدالغفور محمود د جنازي په مراسمو کي ګډون وکړ.

د کابل والي د بغلان ولایت د امنیت ریاست مرستیال شهيد جنرال عبدالغفور محمود د جنازي په مراسمو کي ګډون وکړ.

تیره ورځ دوشنبې د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د بغلان ولایت د امنیت ریاست مرستیال شهيد جنرال عبدالغفور محمود n جنازي په مراسمو کي ګډون وکړ چي پر مهال يې د شکردري ولسوالۍ ولسوال, امنیتي مسئولینو, ملکانو, ځوانانو او زيات شمېر قومي مشرانو هم ګډون کړی وو.

په مراسمو کي ښاغلي حیدري د شهید د کورنۍ غړو ته د تسليت د مراتبو د وړاندي کولو ترڅنګ شهيد ته د جنت الفردوس، کورنۍ، دوستانو او همسنګرانو ته يې د لوی خدای(ج) له درباره د جميل صبر د غوښتلو دعا وکړه.

نوموړي وويل، شهید محمود د وطن رښتنی بچی وو او د همدې وطن د خدمت په لاره کي یې خپل ژوند له لاسه ورکړ، همدارنګه هغه د شهيد محمود د کړو خدمتونو او زحمتونو قدرداني هم وکړ.

ښاغلي حیدري زياته کړه، چي د وطن دښمنان وخت پر وخت هڅه کوي ترڅو د وطن رښتيني بچیان له مینځه یو سي خو دوئ به هیڅ کله په دا ډول غير انساني کړنو خپلو شومو موخو ته و نه رسیږي، د هغه په وینا د دې وطن هر بچي د پاکي خاوري او خپلو ولسونو ريښتنی ساتونکي دې او تر خپلي اخرنۍ سلګي پوري به يې په ساتنه کي هلي ځلي کوي.

شهید جنرال عبدالغفور محمود دوې ورځي وړاندي په بغلان ولایت کې په یوه کمین کې په شهادت ورسید.