د کابل والي: هیچاته به اجازه ورنکړم چې د ملي او ټولګټو پروژو پروړاندې خنډونه جوړ کړي.

د کابل والي: هیچاته به اجازه ورنکړم چې د ملي او ټولګټو پروژو پروړاندې خنډونه جوړ کړي.
۱۹ ثور ۱۳۹۸
دغه څرګندونې د کابل والي محمد یعقوب حیدري د کمپنۍ پله څخه د لیدنې پرمهال وکړي.
د کابل والي په داسې حال کې چې د ښاروالۍ معین، د جمهوري ریاست د تخنیکي او عملیاتي واحد، اراضي، اوبو او برښنا او نورو اړوندو ادارو مسئوولینو یې ملتیا کوله د کمپنۍ له پله څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د کابل والي د اړوندو ادارو ګزارشونه د کمپنۍ پله او کابل سیند د بیارغولو په اړه واوریدل.
د هرې اداري استازو په خپل وار سره د خپلو ترسره شویو کړنو ګزارش د کابل والي ته وړاندې کړ.
د کابل والي وویل د کمپنۍ پل رغول او د کابل سیند استحکام زموږ په کاري لومړیتوبونو کې ده، په یادو برخو کې هیڅ ډول وظیفوي غفلت ورته د زغملو وړ نه دی.
ښاغلي حیدري، د تخنیکي او ټولینزو ستونزو د حل نوي کمیټې هم ایجاد کړي او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې کارونه لا چټک کړي او په وخت ولایت مقام ته د پرمختګونو ګزارش وړاندې کړي.
دغه راز د ناحیو رییسانو او د حوزو امرینو ته یې سپارښتنه وکړه چې له مسئوولو کسانو سره هر اخیزه همکاري وکړي.
ده وویل د کمپنۍ پله رغول او د کابل سیند استحکام چاري پخپله څاري او هیچاته به اجازه ورنکړي چې ددغې ملي او حیاتي پروژي پروړاندې خنډونه جوړ کړي.
دغه راز د کابل والي او ورسره مل پلاوې د قلعه واحد سیمې ته هم ولاړل، هلته یې د سیمې له اوسیدونکو سره وکتل.
هغوی ته یې وویل چې د جلالتمآب جمهور رئیس د هدایت په اساس به د قلعه واحد، جومات، ښوونځی، روغتیایې مرکز او سړکونه جوړیږي.
د کابل والي د ارګ عملیاتې واحد ادارې مسوولینو څخه وغوښتل چې د جومات د بیارغونې چارې پیل کړي او دغه راز د کابل ولایت د اراضي او ښاروالۍ د استملاک رییسانو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ښوونځي او روغتیایې مرکز لپاره ځمکه ځانګړي او استملاک چاري یې پیل کړي.
د قلعه واحد خلکو د جلالتمآب ولسمشر او کابل والي څخه مننه وکړه چې د هغوی ستونزو ته یې په وخت رسیده ګي وکړه.