د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په ویاړ د کابل والي د مبارکۍ پیغام!

د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په ویاړ د کابل والي د مبارکۍ پیغام!

د هیواد جلالتمآب جمهور رئیس، اجرائیه رئیس، د قضایه، اجرایې او مقننه قوې درنو مشرانو، غړو، سیاسي او جهادي مشرانو، ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو، د کابل ولایت درنو او پتمنو ولسونو!

سبا د رمضان المبارک لومړی ورځ ده، خپلو ټولو پتمنو او غیورو هېواد والو او د نړۍ په لر او بر کې میشتو مسلمانانو ته د زړه له تله د برکتونو او بخښنې میاشتې د رارسید له امله مبارکي وایم، رمضان المبارک مو بختور، نیکمرغه او د تل پاتې سولې پيلامه شه.

په دې تمه چې دغه مبارکه میاشت به په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت او د شته ناخوالو او وینې تویدنې دپای ته رسیدو زیري ولري او نور به په هېواد کې د هیڅ انسان پر لور مرمۍ فیر نه شي او هره کورنۍ به د خوښيو ډکه روژه، اختر او راتلونکی ولري.

د همدې مبارکې میاشتې د رارسیدو په ویاړ د دولت پر وسلوال مخالف سمت غږ کوم چې د ګران هېواد د ځوریدلو ولسونو د سولې غوښتنې او اوربند ارادې او اواز ته لبیک ووايي، اوربند وکړي او د خپلو هېواد والو ژوند ژغورنه او سرتاسري سوله خپل لومړیتوب وشمېري او په دې سره ځانونه د ژوند ژغورنې او سولې اتلان کړي.

همداراز په خپلو ټولو هېواد والو غږ کوم چې یو بل ته د بخښنې او ورورۍ غیږې پرانیزې او له جیدو دیني علماؤ مو غوښتنه ده چې له منبره ټولنې ته د سولې، یووالي، بخښنې، زغم او په هېواد کې د شته ناخوالو دپای ته رسیدو په اړه د اسلام مبارک دین په رڼا کې روښانه پيغامونه ورکړي، دسولې دوعاګانې وکړي او له هر منبره دې د سولې اوازونه پورته کړي.

د همدې مبارکې میاشتې د رارسیدو په ویاړ په شتمنو هېواد والو، سوداګرو او کورنیو غږ کوم چې د خپل کلي او کور مظلومې کورنۍ له پامه ونه غورځوي، د هغوی سره بشري لاسنیوی وکړي او دهرې بې وزلې، بې وسه او فقیرې کورنۍ سره خپلې مرستې ترسره کړي. او په دې سره د لوی څښتن تعالی رضایت حاصل کړي.

                      په درناوي

                محمد یعقوب حیدري 
                    د کابل والي