د کابل ولایت کلکان نوی ولسوال معرفي او د پخواني ولسوال کارونه وستایل شو.

د کابل ولایت کلکان نوی ولسوال معرفي او د پخواني ولسوال کارونه وستایل شو.

نن شنبه د 1398 کال د وری 31 نیټه د کابل ولایت د کلکان د نوي ولسوال د پیژندنې په غونډه کې د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، علماوو، امنیتي مسولینو، د شکردري ولسوالۍ کارکوونکو او ځوانانو ګډون کړی و.
د کابل ولایت کلکان ولسوالۍ ته نوی ټاکل شوی ولسوال ښاغلی عبدالغفور پوپلزی د ولایت مرستیال والي لخوا د ولسوالۍ کارکونکو او خلکو ته ور وپېژندل شو.

په دې اړه نیول شوې، غونډه کې د بشري سرچینو ریاست استازی د نوي ولسوال د ټاکل کیدو حکم ولوست او وروسته د ولایت مقام مرستیال ښاغلي محبوب الله محبي په خپلو خبرو کې وویل چې تغیر او تبدیل په ادارو کې ښه والی رامنځ ته کوي او همدې اصل ته په کتو نن ورځ نوی ولسوال معرفي کیږي او موږ ترې هیله لرو، چې خپل مسولیت په سمه توګه تر سره کړي.

د کابل مرستیال والي د پخواني ولسوال د کارونو ستاینه وکړه، چې شکردري ولسوالۍ کې یې ولسونو ته د حکومتوالۍ پياوړتیا، ولسونو سره د اړیکو او پروژو په برخه کې نه ستړي کیدونکي زیار ایستلی او له کارکونکو وغوښتل، چې له نوي ولسوال سره پوره همکاري وکړي.

ورپسي د دې ولسوالۍ پخواني ولسوال ښاغلي رحمت خان له ولایتي ادارې له مشرتابه مننه وکړه، چې له ده سره یې په ټولو چارو کې همکاري کړي او نوې ولسوال ته یې ډاډ ورکړ، چې په هره برخه کې به ورسره همکاري کوي.

نوي ټاکل شوي، ولسوال ښاغلي عبدالغفور پوپلزی وویل چې د خپل ورکړل شوي، تعهد له مخې به خپلې ژمنې ته وفادار پاتې شي او د حکومتوالۍ قوانینو او کړنلارو په رڼا کې به چارې مخکې یوسي.