نویو ګمارل شویو ولسوالانو ته هر اخیز معلومات ورکول شول

نویو ګمارل شویو ولسوالانو ته هر اخیز معلومات ورکول شول

د کابل ولایت مرستیال والي محبوب الله محبي نویو ټاکل شویو ولسولانو ته وویل: په ولسوالیو کې تاسو د حکومت استازي یاست، خلکو ته وړ او ښه خدمتونه وړاندې کړي او په ټولو برخو کې لازمي اسانتیاوې برابري کړئ.

دغه راز خپلې ټولې چارې له دیني عالمانو، قومی مخورو، ځوانانو او میرمنو سره په سلا او مشوره ترسره کړئ.

ورپسې د ولایت مقام د بشري سرچینو، مالي او اداري، د دفتر او تخنیکي او سکتوري خدمتونو رییسانو د ښي حکومتوالۍ پياوړتیا، ولسونو سره د اړیکو، پروژو، تشکیلاتو او نورو مهمو مالي موضوعاتو په اړه ولسوالانو ته معلومات ورکړل.

د یادونې وړه ده چې د ازادي سیالۍ له لارې د کابل ولایت د (شکردرې، کلکان، ده سبز، میربچه کوټ، موسهي، استالف او خاکجبار) ولسوالیو لپاره نوي ولسوالان ګمارل شوي دي، چې ډېر ژر به د ولایت د رهبرۍ له لورې د یادو ولسوالیو د ملکي او نظامي ادارو مسئوولینو او خلکو ته ور وپیژندل شي.