د کابل مرستیال والي ښاغلي محبوب الله محبي د پغمان ولسوالۍ د چونغر سیمه اوسیدونکي او مخور مشرانو سره خپل په کاري دفتر کې وکتل.

د کابل مرستیال والي ښاغلي محبوب الله محبي د پغمان ولسوالۍ د چونغر سیمه اوسیدونکي او مخور مشرانو سره خپل په کاري دفتر کې وکتل.

قومي او مخور مشرانو د یادې سیمې د خلکو ستونزو او مشکلاتو په اړه د کابل مرستیال والي سره شریک کړ او د کابل ولایت مقام څخه د زراعتي، ټولنیزو، اوبو او معارف په برخه کې زیاته پاملرنه وغوښتل.

کابل مرستیال والي ښاغلي محبوب الله محبي د یاد سیمي اوسیدونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړئ چې د پغمان ولسوالۍ د چونغر او نورو کلیو ته د زیاتي پاملرنې ترڅنګ د خلکو همکاري غوښتنه هم وکړه.

مرستیال والي په خپلو خبرو کې وویل چې په لیري پرتو ولسوالیو او کلیو کې د پروژو په پلي کولو کې د ولس همکاري اړینه وبلل او له هغوئ څخه یې غوښتنه وکړه چې د دولت سره دي په دغه برخه کې د همکاریو پوره هڅه وکړئ ترڅو د دغه همکاریو په مټ د لیرې پرتو ولسوالیو او کلي اوسیدونکي هم د خپلو حقونو برخمن سوی وي.