د کابل والي خپل یو کلن معاش د پوهنې ریاست ته ډالۍ کړ

د کابل والي خپل یو کلن معاش د پوهنې ریاست ته ډالۍ کړ

۳ حمل ۱۳۹۸

په کابل ولایت کې ۱۳۹۸ تعلیمي کال د يوې لويې غونډې په جوړولو او دغه راز د ښوونځي په زنګ وهلو سره پیل شو .

په دغه مناسبت د سروبي ولسوالۍ په عامه کتابتون کې غونډه جوړه شوې وه، په یادو مراسمو کې د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري، د ولسمشر سلاکار عبدالرشید ایوبي، د سکتوري ادارو رییسانو، ولسوالانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو، د پوهنې امرینو، ښوونکو، زده کوونکو او د رسنیو خبریالانو ګډون کړی وه.

په پیل کې د سروبي ولسوال ګوهرخان بابړ د کابل والي او ورسره پلاوې ته ښه راغلاست وویل او د نوي ښوونیز کال مبارکې یې د کابل ټولو ولسونو ته وویله.

نوموړي زیاته کړه د سروبي ولسونو تل د پوهنې بهیر پیاوړتیا ته کار کړی او د سروبي خلک د پوهنې په برخه کې د خپلي سیمه ییزي اداري سره پوره همکاره دي.

ورپسې د کابل ولایت د پوهنې رییس د پوهنې وزارت سرپرست وزیر پیغام ولوست چې په کې د خلکو څخه غوښتنه شوي وه، ترڅو د پوهنې بهیر په پیاوړتیا کې په مرکز او ولسوالیو کې د خپل توان په اندازه د ښوونځیو سره مرستي وکړي.

د پوهنې رییس زیاته کړه تیر کال د معارف څخه د ملاتړ کال وه، چې د کابل والي په ګډون ټولو کابلیانو د معارف په برخه کې د خپل توان په اندازه مرستې ترسره کړي دي، هیله ده چې په روان کال کې به هم ټول کابلیان د کابل پوهنې ریاست سره همکاري وکړي.

نوموړي د کابل له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي.
ده وویل د پلان سره سم به په روان کال کې د کابل ولایت په ډېری ولسوالیو کې ښوونځیو ته معیاري ودانۍ جوړي شي او د پوهنې بهیر پیاوړتیا لپاره به جدي هڅې وکړي.

نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې د پوهنې په برخه کې د کابل والي ترسره شوي کړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې د تل په څير به خپل اولادونه ښوونځيو ته لیږي او له معارف سره به هر اړخیزې مرستې کوي.

وروسته د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري وويل: خوشاله يم چې نن د پوهنې ورځ د پوره امن او خوښۍ په فضا کې پيليږي او د دغه ولايت اوسېدونکي برخه پکې اخلي، د نوي ښوونیز کال د پیل مبارکۍ د کابل ټولو معارف پروره ولسونه ته وړاندې کوم.

ده زياته کړه : که څه هم د کابل ولايت په ولسوالیو کې د پوهنې په برخه کې ستونزې شته، موږ په خپل ټول توان سره هڅي کوو، چې ښونځي ورغوو، او د کابل ځوانانو او ماشومانو ته د زده کړو ښه زمينه برابره کړو.

ښاغلي حیدري، د کابل ولایت له دولتي کارکوونکو، ملي سوادګرو، قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل توان په اندازه د پوهنې بهیر پیاوړتیا په موخه د کابل ولایت د پوهنې ریاست او ولسوالیو د پوهنې امریتونو سره په بیلابیلو برخو کې لازمي مرستي وکړي.

په یاده غونډه کې د کابل والي خپل یو کلن معاش، د کابل ولایت پوهنې ریاست ته ډالۍ کړ.

د کابل والي یو شمیر ښوونکي، زده کوونکي او د لیسو د ترانو ټيمونه په ډالیو ونازول.

د غونډې په پای کې د سروبي ولسوالۍ د ولسونو له لورې د کابل والي ترسره شوي فعالیتونه وستایل شول او هغه ته یې د ښو کار کړنو له آمله د ویاړ لونګۍ ور په سر کړه.