د کابل والي محمد یعقوب حیدري، په چهارآسیاب ولسوالۍ کې د شاه توت بند د تصفیه ټيم له غړو سره وکتل

د کابل والي محمد یعقوب حیدري، په چهارآسیاب ولسوالۍ کې د شاه توت بند د تصفیه ټيم له غړو سره وکتل
۱۹ کب ۱۳۹۷
په پیل کې د یاد بند د تصفیه ټيم د خپلو ترسره شویو کړنو بشپړ ګزارش د کابل والي ته وړاندي کړ.
د کابل والي د چهار آسیاب ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو له مسوولینو او تصفیه ټيم له ټولو غړو مننه وکړه او د هغوی کړنې یې وستایلي او دغه راز سپارښتنه یې وکړه چې پاتې چارې دي هم ژر تر ژره بشپړي کړي، ترڅو د یادې ملي او حیاتې پروژې چارې پیل شي.
وروسته د کابل والي د چهار آسیاب ولسوالۍ له روغتون څخه هم لیدنه وکړه او د یادې ولسوالۍ په بازار کې پلی وګرځيد د خلکو ستونزي، غوښتنې او وړاندیزونه یې واوریدل.