د کابل والي له لورې په موسهي ولسوالۍ کې د ۹۳ میلونه افغانیو په ارزښت د بیلابیلو پروژو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د کابل والي له لورې په موسهي ولسوالۍ کې د ۹۳ میلونه افغانیو په ارزښت د بیلابیلو پروژو د بنسټ ډبره کیښودل شوه
۱۹ کب ۱۳۹۷
د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په چوکاټ کې د ولسي تړون پروګرام له لوري په ۱۳۹۸ کال کې د ۹۳ میلونو افغانیو په ارزښت د کانالونو، لمریزي برښنا او اوبو شبکي جوړیږي.
د یادو پروژو د چارو د پیل پرمهال د کابل والي محمد یعقوب حیدري د موسهي خلکو ته مبارکې وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د پروژو په پلي کیدو کې له اړوندو ادارو سره لازمه همکاري وکړي او دغه راز له یادو پروژو څخه په کلکه څارنه وکړي.