په موسهي ولسوالۍ کې د نیالګیو ايښودلو لړۍ رسما د کابل والي له لورې پیل شوه

په موسهي ولسوالۍ کې د نیالګیو ايښودلو لړۍ رسما د کابل والي له لورې پیل شوه
۱۹ کب ۱۳۹۷
د کابل والي محمد یعقوب حیدري وویل په راتلونکې کال کې به د کابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کرنې ریاست، مرستندویه موسسو او مدنې ټولنو له لورې تر شل زروز زیات میوه لرونکې، غیره میوه لرونکي او زینتي نیالګي کینول شي.
ده له ولسونو غوښتنه وکړه چې په یاد کمپاین کې فعاله ونډه واخلي او هر ځای چې نیالګي کینول کیږي په ښه ډول سره یې پالنه او ساتنه وکړي