د کابل والي: په دې ویاړم چې د هرې ولسوالۍ خلک راڅخه لومړی د پوهني بهیر پیاوړتیا او پوهني ته د لازیاتي پاملرني غوښتنه کوي.

د کابل والي: په دې ویاړم چې د هرې ولسوالۍ خلک راڅخه لومړی د پوهني بهیر پیاوړتیا او پوهني ته د لازیاتي پاملرني غوښتنه کوي.

۱۹ کب ۱۳۹۷

د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري په داسې حال کې چې د کابل ګارنیزیون عمومي قوماندانۍ د پولیسو مرستیال ، د سکتوري ادارو رییسانو یې ملتیا کوله موسهي ولسوالۍ ته سفر ترسره کړ:

د کابل والي په پیل کې د موسهي ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو له مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره جلا جلا وکتل.

وروسته د کابل والي او ورسره مل پلاوي ولسوالۍ مقام کې په هغه غونډه کې چې د موسهي ولسوالي دیني عالمان،قومي مشران او ځوانان راټول شوي و ګډون وکړ.

په پیل کې د موسهي ولسوالۍ ولسوال قاضي سلیمان بسطلوي د کابل والي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د والي محمد یعقوب حیدري څخه یې مننه وکړه چې تل یې موسهي ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

ورپسې د یادې ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر نجیب اللهخپلواک وویل د موسهي ولسوالۍ ټول ولسونو د دولت سره همکار دې او د افغان امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د خپلي ولسوالۍ د ښه امنیت لپاره هڅې کوي نوموړي د ولسونو په یووالي ټینګار وکړ. 
ده د کابل والي څخه مننه وکړه چې د کابل د پرمختګ لپاره کار کوي او په متوازن ډول سره ولسونو ته خدمتونه وړاندې کوي. 
د کابل والي د موسهي ولسوالۍ د خلکو همکارې وستایله چې تل یې د خپلي سیمه ییزي او ولایتي ادارې سره کړې ده.
دغه راز نوموړي وویل د موسهي ولسوالۍ د خلکو د قربانیو پایله ده چې نن ټولنیز انکشاف،روغتیایې خدمتونو او د پوهني بهیر پیاوړتیا ته يې زمینه برابره شوي ده. 
د کابل والي وویل په ټول قوت سره هڅه کوم چې په ادارو کې سمون او بدلون رامینځته کړم هیله ده چې تاسو به زما له راتګ سره سم ځیني مثبت بدلونونه حس کړي وي. 
د پوهني پرمختګ مې په کارې لومړیتوبونو کې ده،له تاسو څخه هم غوښتنه کوم چې په دې برخه کې راسره زیاته مرسته وکړي. 
د کابل والی د موسهي ولسوالۍ له دینی عالمانو غوښتنه وکړه چې د ممبر له لارې ځوانان د امنیتي ځواکونو لیکو ته وهڅوئ او د سولي، امنیت ټینګښت او یووالي پیاوړتیا ته کار وکړي.
ده وویل په راتلونکې کابل کې به د امنیت، بیارغونې، پوهنې، روغتیا، اوبو، برښنا، سړکونو جوړولو، کرنې او نورو برخو کې د پام وړ کارونه ترسره شي.