د کابل والي محمد یعقوب حیدري د موسهي ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو له مسوولینو سره وکتل

د کابل والي محمد یعقوب حیدري د موسهي ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو له مسوولینو سره وکتل
۱۹ کب ۱۳۹۷
په پیل کې د موسهي ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو د خپلو ترسره شویو کړنو او روانو پلانونو په اړه د کابل والي ته بشپړ معلومات ورکړل.
د نظامي اورګانو مسوولینو وویل چې د موسهي خلک په هره برخه کې د خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار دي او د بیارغونې پروژو پلي کیدو ته زمینه برابره ده.
هغوی زیاته کړه چې په دوامداره توګه تصفیوي عملیات ترسره کوي، کمینونه نیسي او په یاده ولسوالۍ کې یې دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.
دغه راز د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو خپلي شته ستونزي هم د حل په موخه د کابل والي سره شریکي کړي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري په یاده ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو هڅې وستایلي او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې له ولسونو سره خپلي اړیکې لا پیاوړي کړي او ټول کارونه د خلکو په خوښه ترسره کړي.
د کابل والي وویل چې په یاده ولسوالۍ کې به د امنیت د ښه تامین په موخه په مهمو ځایونو کې نوي پوستي هم جوړه شي.
دغه راز د کابل والي د موسهي له خلکو څخه هم مننه وکړه چې د خپلو امنیتي او دفاعې ځواکونو په کلکه ملاتړ کوي.
ښاغلي حیدري د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په خپلو کې شته همغږي لا پیاوړي کړي او دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.