د کابل ولایت او د ملګرو ملتونو اړوند ادارو د همغږۍ دوهمه ناسته تر سره شوه

سه شنبه، د ۱۳۹۷ کال د کب ۷مه
د کابل ولایت او د ملګرو ملتونو اړوند ادارو د همغږۍ دوهمه ناسته تر سره شوه
کابل، افغانستان: د کابل ولایت په ابتکار سره د کابل ولایت او د ملګرو ملتونو د اړوند ادارو د همغږۍ دوهمه ناسته د سه شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شوه.
د دغې ناستې د ترسره کېدو موخه په ۲۰۱۸ ز کال کې د ملګرو ملتونو د کړنو په اړه وضاحت او د کابل ولایت له ادارې سره د ۲۰۱۹ ز کال لپاره د ملګرو ملتونو د اړوند ادارو د همکاریو د پلان شریکول دي.
د کابل والي، محمد یعقوب حیدري د کابل ولایت له ادارې سره د ملګرو ملتونو د ادارو، ښې همغږۍ ته په ټینګار سره وویل، د یوناما د دفتر تر چتر لاندې د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستو د خلکو د ژوند د وضعیت په ښه والي کې اساسي رول لوبولی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو ادارو د کابل په کچه د کرنې د ودې، پوهنې، د کلیو پراختیا، روغتیا او تغذیې په برخه کې همکاري کړې ده. 
د کابل والي د کابل ولایت د ادارې او ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه د همغږۍ د یوه هر اړخیزه میکانیزم د رامنځته کېدو او د هغه د عملي کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې ناسته کې به د میکانیزمونو په اړه لازم بحث او خبرې وشي. 
دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو د همغږي کوونکي دفتر رییسې، الکساندرا سیمپسون، دې ته په ټینګار سره چې ۲۰۱۹ کال د ملګرو ملتونو لپاره یو مهم کال دی، وویل، مونږ هڅو کوو، چې سږکال د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د تطبیق لپاره اړینه همغږي زیاته شي. 
نوموړې وویل، د ملګرو ملتونو د همکاریو په پلان کې د افغانستان د دولت لومړیتوبونه هم په پام کې نیول کېږي. 
د کابل د ولایتي ادارې او د ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ د همغږۍ لومړۍ ناسته تېر کال په کابل کې د یوناما په دفتر کې تر سره شوې وه.