د کابل ولایت مرستیال والي محبوب الله محبی د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ د کلی له یو شمیر قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل

د کابل ولایت مرستیال والي محبوب الله محبی د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ د کلی له یو شمیر قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل
۲۹ سلواغلې ۱۳۹۷
په دې لیدنه کې د ارغندۍ سیمی قومي مشرانو د کابل ولایتې ادارې د ترسره شویو کارونو او روانو پروګرامونو څخه ملاتړ څرګند کړ.
دغه راز راغلیو مشرانو په بیلابیلو برخو کې خپلې شته ستونزي د حل په موخه د کابل ولایت مرستیال سره شریکې کړې.
د کابل ولایت مرستیال والي محبوب الله محبي د ولسونو له هر اړخیزو مرستو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې ستونزو ته به یې په وخت رسیده ګې کوي.