د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر: د کابل اداري کمپلکس دې د راتلونکو پنځوسو کلونو اړتیاوو ځواب ویونکی وي

 

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر: د کابل اداري کمپلکس دې د راتلونکو پنځوسو کلونو اړتیاوو ځواب ویونکی وي

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار تر مشرۍ لاندې د کابل ولایت اداري کمپلکس د ترسره شویو فعالیتونو د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د کابل والي محترم محمد یعقوب حیدري، د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونو تعقیب رئیس، د پلازمېنې زون خپلواکې ادارې رییسانو مرستیالانو، د ثبات ټینګښت، اداري کمپلکسونو پروژو، د کور جوړونې او د افغاني ساختماني تصدیو چارواکیو ګډون درلود.

په سر کې محترم محمد جواد پیکار د کابل ولایت اداري کمپلکس ېې خورا حیاتي موضوع وبلله او زیاته کړه چې دغه پروژه د حکومت ستر لومړیتوب دی.

ورپسې د غونډې ګډونوالو هر یوه په خپل وار د کابل ولایت اداري کمپلکس په تړاو د ترسره شویو کارونو رپوټ ورکړ. هغو وویل، د دې اداري کمپلکس د احاطوي دېوال ۲۵ سلنه چارې او د ساحې هوارولو ۸۰ سلنه چارې ترسره شوې دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د رپوټونو تر استماع وروسته وویل، د کابل اداري کمپلکس دې باید داسې ډیزاین شي چې د راتلونکو پنځوسو کلونو غوښتنو او اړتیاوو ته ځواب ووايي.

محترم محمد جواد پیکار لارښوونه وکړه چې د کابل ولایت اداري کمپلکس چارو چټکتیا په پار دې د کابل والي تر نظر لاندې د پلازمېنې زون خپلواکې ادارې، د تحکیم ثبات او اداري کمپلکسونو د استازو په ترکیب یوه تخنیکي کمېټه رامنځته شي چې دغه کمپلکس د جلالتمآب جمهور رئیس لیدلوري سره سم د سوداګریزو ساحو، نندارتون، ورزشي کمپلکس، هوټل او نورو مهمو برخو په لرلو، ډیزاین شي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدا راز وویل، یاد ډیزاین دې د یوې نړیوالې او معتبرې کمپنۍ له خوا تر ارزونې وروسته، د جلالتمآب جمهور رئیس په مشرۍ د ښاري عالي پراختیا غونډې ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

په پای کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار همدا راز پر چارو د ځارنې او د هغو چټکتیا په پار د همغږې یوې کمېټې رامنځته کېدو سپارښتنه هم وکړه.