د کابل - لوګر سړک د اولې برخې له ټانګ لوګر څخه تر چهل دختران پورې د استملاک غونډه وشوه

 

د کابل - لوګر سړک د اولې برخې له ټانګ لوګر څخه تر چهل دختران پورې د استملاک غونډه وشوه

د کابل - لوګر سړک د اولې برخې له ټانګ لوګر څخه تر چهل دختران سیمې پورې د استملاک غونډه نن یکشنبه د روان کال د سلواغې اوومه د ټولګټو وزیر انجنیر یما یاري په مشرۍ د دغه وزارت د غونډو په تالار کې په داسې حال کې وشوه چې د کابل والي محمد یعقوب حیدري، د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیالې سحر همدرد، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت، د کرنې وزارت، د کابل ښاروالۍ د استملاک ریاست او د سروې او کدستر ریاست استازو، د کابل د اتمې ناحیې رئیس، د وزارت یو شمیر رئیسانو او د تړون کوونکي شرکت استازو هم شتون درلود.

په پیل کې ټولګټو وزیر د دغې پروژې په اړه د ریپوټ اوریدلو ترڅنګ د پروژې په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د استملاک چارې یې باید ژر تر ژره بشپړې او د رغونې چارې یې ګړندۍ شي.

په غونډه کې د کابل والي هم د یادې پروژې په ارزښت خبرې وکړې، د پروژې یو شمیر ستونزې یې یادې کړې او له نورو اړونده ادارو سره یې په ګډه د مرستې ژمنه وکړه.

دغه راز د تړون کوونکي شرکت د استازو لخوا د یادې پروژې د ستونزو په اړه جوړ شوی پریزینټیشن ګډونوالو ته وړاندې شو او په اړه یې هر اړخیزې خبرې وشوې.

د یادې پروژې د استملاک په اړه د کابل ښاروالۍ مرستیالې او د نورو اړونده ادارو استازو ریپوټونه ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې د استملاک پاتې چارې هم روانې دي او ژر تر ژره به یې بشپړې کړو.

دغه سړک له لوګر ټانګ څخه پیل تر چهل دختران سیمې پورې دوام لري، اووه کیلو متره اوږدوالی او شپیته متره پراخوالی لري، د رغونې ابتدایي چارې یې پیل شوي او د 18 میاشتو په موده کې به بشپړې شي.