جمهوررئیس غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه.

جمهوررئیس غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه. جمهوررئیس وویل، د ودانیو په جوړولو کې باید له داخلي او محلي موادو استفاده وشي، ترڅو کارموندنه زیاته او د خلکو اقتصاد ښه شي. 
د هېواد جمهوررئیس د زلزلې په وړاندې د ودانیو د لا مقاومت لپاره د زلزلې د کوډ پر ټاکلو، د ځمکې د مقاومت په خاطر د خاورې پر نقشې او د ساختمانونو په جوړولو کې د استفادې وړ موادو پر ډول ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې جمهوررئیس غني د ښاري ډیزاین کتابونه او د چوکاټ نقشې لاسلیک او د کابل ښاروالۍ سرپرست ته یې وسپارلې.