د کابل والي محمد يعقوب حيدري د حاجي عبدالرحمن جامع جومات خطيب پوښتنې ته د هغه کور ته ورغى.

 

د کابل والي محمد يعقوب حيدري د حاجي عبدالرحمن جامع جومات خطيب پوښتنې ته د هغه کور ته ورغى.

څو ورځې وړاندې د ياد جومات امام په کابل ښار کې د نامعلومو کسانو له لورې په يوه ناځوانمردانه بريد کې ټپي سوى وه، چې اوسمهال ئې روغتيائې وضيعت د ډاډ وړ دى.
د کابل والي په ياده پېښه ژوره خواشيني څرګنده کړه او مولوي صاحب ته ئې د بشپړي روغتيا هيله وکړه.

دغه راز د کابل والي د جلالتمآب ولسمشر د خواخوږۍ مراتب هم ورسره شريک کړل. او ډاډ ئې ورکړ چې ياده پېښه به په هر اړخيز ډول څيړي او عاملين به ئې د قانون منګولو ته سپاري.

د حاجي عبدالرحمن جامع جومات امام د محبوب ولسمشر او کابل والي له غمرازۍ څخه مننه وکړه.