د کابل والي محمد یعقوب حیدری د ښي حکومتوالۍ د مطالعاتو انستیتوت له رئیس احمد اعتمادي او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل

 

د کابل والي محمد یعقوب حیدری د ښي حکومتوالۍ د مطالعاتو انستیتوت له رئیس احمد اعتمادي او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل
۲۳ لړم ۱۳۹۷
په پیل کې احمد اعتمادي د خپل انستیتوت په اړه د کابل والي ته معلومات ورکړل.
ده وویل د ښي حکومتوالۍ پياوړتیا، د ادارو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او اداري فساد له منځه وړلو په برخو کې منظم پلانونونه لري او په یادو برخو کې یې د کابل والي څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري وویل د ښي حکومتوالۍ پیاوړتیا، د کارکوونکو ظرفیت لوړونه او د ادارې فساد پر وړاندې جدي مبارزه يې په کارې لومړیتوبونو کې ده.
ښاغلی حیدري د یاد انستیتوت رئيس ته ډاډ ورکړ چې په یادو برخو کې به ورسره د خپل توان په اندازه مرسته کوي.