د کابل والي محمد یعقوب حیدري له محمد یونس مومند د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او یو شمېر سوداګرو سره وکتل

 

د کابل والي محمد یعقوب حیدري له محمد یونس مومند د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او یو شمېر سوداګرو سره وکتل
۱۲ لړم ۱۳۹۷
په دغه ناسته کې د خیر خواه مارکیټ هغو هټېوالو چې تیره پنجشنبه یې د اورلګېدنې له آمله دوکانونه وسوځېدل هم حضور درلود.
یادو دوکاندارنو د کابل والي څخه غوښتنه وکړه چې حکومت دي ورسره لازمي مرستې وکړي تر څو هغوی بیرته خپل دوکانونه فعال کړي.
د کابل والي په یاده پېښه ژوره خواشینۍ څرګنده کړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې غږ به یې تر مسوولینو رسوي تر څو ورسره لازمي مرستې ترسره شي.