په کابل ولایت مقام کې د هلمند او کندهار د ورسیتو بدمرغو پېښو د شهیدانو فاتحه واخېستله شوه.

 

په کابل ولایت مقام کې د هلمند او کندهار د ورسیتو بدمرغو پېښو د شهیدانو فاتحه واخېستله شوه.

په دغو مراسمو کې د کابل ولایت مرستیال والي ښاغلي محبوب الله محبي خبرې وکړي او یادې پيښې یې په سختو ټکو وغندلې او دا یې د خاورې، دین او هېواد د دښمنانو کار وباله.

ښاغلي محبي د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو په ځانګړي ډول د شهید سترجنرال عبدالرازق، شهید عبدالجبار قهرمان،شهید ډګرجنرال عبدالمومن حسین خېل، شهید صالح محمد اڅکزي او نورو شهیدانو روح ته د دعا لاسونه لپه کړل. شهیدانو ته یې د خدای ج له عظیم دربار څخه د برین جنت، ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر هیله وکړه.