د کابل ولایت پینځه کلن استراتیژیک پلان دي و ارزول شي

 

د کابل ولایت پینځه کلن استراتیژیک پلان دي و ارزول شي
۶ لړم ۱۳۹۷
دغه ټکی د کابل ولایت مرستیال محبوب الله محبي د کابل ولایت د پینځه کلن استراتیژیک پلان د ارزولو او بیا ځلې کتلو په غونډه کې وکړ.
یاده ناسته چې د مرستیال والي په مشرۍ جوړه شوې وه، د اقتصاد، عامي روغتیا او د کابل دریائې حوزي رییسانو په کې ګډون کړی وه.
ښاغلي محبي وویل د کابل ولایت پینځه کلن استراتيژیک پلان کې باید د خلکو ټولي غوښتنې په نظر کې ونیول شي.
مرستیال والي د یادو ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې پلان دي په غور سره مطالعه کړي او په راتلونکې پرمختیائې کمیټې کې دي هم بحث ورباندې وشي تر څو وکولای شو هر اړخیزه اود ولسونو غوښتنو ته ځواب ویونکی پینځه کلن استراتیژیک پلان ولرو.