په هلمند ولایت کې د عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز دفتر د برید په اړه د کابل والي محمد یعقوب حیدري د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام!

 

په هلمند ولایت کې د عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز دفتر د برید په اړه د کابل والي محمد یعقوب حیدري د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام!

د دین، خاورې او هېواد دښمنانو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې نن د ولسي جرګې د نوماند عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز دفتر د تروریستي برید په پایله کې عبدالجبار قهرمان شهید او د هغه یو شمېر پلویان یې ټپیان کړل.

زه د نامرده او بزدله دښمن دغه کرغیړن او ناځوانمردانه عمل په سختو ټکو غندم، شهید قهرمان د افغانستان ريښتینی او زړور بچی و چې تل یې د هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او ښیرازۍ لپاره نه ستړي کیدونکې هلي ځلي کولي.

وحشي دښمنان دي په دي پوه شي چې په دا ډول نامرده او غیري انساني کړنو سره د ټاکنو ملي پروسه نشي زیانمولای او هیڅکله به خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي.

زه د کابل ولایت د ملکي اونظامي ادارو او خلکو په استازېتوب د شهید عبدالجبار قهرمان کورنۍ او د هلمند ټولو درنو ولسونو ته تسلیت وایم او ارواښاد ته د خدای ج له عظیم دربار څخه د برین جنت او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوم.

په درنښت

محمد یعقوب حیدري

د کابل والي