ولسي جرګې ټاکنو ته پوره چمتوالی نیول شوی دی، دغه څرګندونې د کابل امنیتي مسوولینو وکړي.

 

ولسي جرګې ټاکنو ته پوره چمتوالی نیول شوی دی، دغه څرګندونې د کابل امنیتي مسوولینو وکړي.
۲۴ تلې ۱۳۹۷
په یاد مناسبت نن د کابل ګارنیزیون په عمومي قوماندانۍ کې غونډه جوړه شوې وه، په دغه غونډه کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري، د ملي امنیت عمومي ریاست اوپراتیفي مرستیال، د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال، د کورنیو چارو وزرات د ارشد معینت لومړي مرستیال، د کابل ګارنیزیون عمومي قوماندان، د ۱۱۱ فرقې قوماندان، د ۱۰۱ آسمائې زون قوماندان، د کابل ولایت د ملي امنیت رییس، د کابل ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسون رییس، ولسوالانو، د حوزو امرینو، د ولسوالیو آمنیه قوماندانانو، ملي امنیت مدیرانو، په کابل کې د غوڅ ملاتړ مسوولینو او د رسنیو خبریالانو ګډون کړی وه.
په پیل کې د کابل ولایت امنیتي مسوولینو د ولسي جرګې ټاکنو د امنیت د تامین په اړه د خپلو ترسره شویو کړنو او پلانونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
هغوی وویل چې د ولسي جرګې ټاکنو د ښه ترسره کیدو لپاره یې پوره امنیتي تدابیر نیولي دي، د کابل درانه اوسیدونکي کولای شي چې په ډاډه زړه د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او هلته د خپلي خوښي نوماند ته رایه ورکړي.
دوی زیاته کړه هیچاته به اجازه ورنکړي چې ددغې ملي او مهمي پروسي پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
دغه راز هغوی د ټاکنو خپلواک کمیسون مسوولینو ته ډاډ ورکړ لکه څنګه چې تر دمګړۍ پورې د کابل ولایت د ملکي او نظامي ادارو مسوولین بي طرفه وه، له دي وروسته به هم خپله بي طرفی ساتي او په ټول توان سره به د ټاکنو خپلواک کمیسون د اصولو پلي کیدلو لپاره جدي کار کوي.
په پای کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري د امنیتي مسوولینو له ترسره شویو کړنو څخه خوښي وښوده او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د امنیت د ښه تامین په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ده وویل د کابل ولایت ولسونه په ټول توان سره د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او ژمن دي چې دغه ملی پروسه د هېواد په پلازمېنه کې په بریالیتوب سره ترسره شي.
نوموړي له ولسونو هیله وکړه چې په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي او د خپلي خوښي وړ نوماند ته رایه ورکړي تر څو په راتلونکې کې پیاوړی او د هېواد ګټو ته ژمن پارلمان ولرو.