د سروبي ولسوالۍ خلکو د یوې لوئې غونډې په ترڅ کې د بنسټيزو پروژو څخه ملاتړ څرګند کړ.

 

د سروبي ولسوالۍ خلکو د یوې لوئې غونډې په ترڅ کې د بنسټيزو پروژو څخه ملاتړ څرګند کړ.
په دغه غونډه کې د سروبي ولسوال حاجی حمیدالله شینواري وویل چې په روان کال کې په سروبي ولسوالۍ کې د پام وړ کارونه ترسره شوي دي او د ولایتې اداري د منظم پلان له مخې به په راتلونکې کال کې هم د پوهنې، روغتیا، اوبولګولو، کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې ګڼي پروژې پلي شي.
ده له ولسونو وغوښتل چې د امنیت په تامین کې د خپلي سیمه ییزي اداري سره پوره مرسته وکړي.
په دغه ناسته کې د سروبي ولسوالۍ دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د ولایتې ادارې له روانو پلانونو څخه ملاتړ څرګند کړ او په یاده ولسوالۍ کې د بنسټیزو او ټولګټو پروژو د پلي کیدو غوښتونکي شول.